ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې یوه سوداګر سلګونو کسانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

فراه کې یوه سوداګر سلګونو کسانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

author avatar
14 Mar 2023 - 13:42
فراه کې یوه سوداګر سلګونو کسانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده
author avatar
14 Mar 2023 - 13:42

فراه (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د فراه یوه ملي سوداګر د دغه ولایت په مرکز کې په خپل شخصي لګښت سلګونو کسانو ته د ریاضي، انګلیسي، سواد او خطاطۍ زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

دغه کس عبدالحمید شریفي نومېږي او وايي، له دې چارې یې موخه له هغو کسانو سره مرسته ده چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی او د کورسونو د فیس ورکولو توان نه لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه مرکز مې شاوخوا یو کال مخکې جوړ کړی او اوسمهال پکې ۵۸۰ نارینه او ۱۹۰ ښځې د ریاضي، انګلیسي، خطاطۍ او سواد زده‌کړو په برخو کې وړیا زده‌کړې کوي.»

هغه وايي، ښوونیز مرکز یې د فراه ولایت له پوهنې ریاست سره ثبت دی او ټول فعالیتونه يې له دغې ادارې سره په همغږۍ ترسره کېږي.

د فراه ولایت پوهنې ریاست هم د شریفي فعالیتونه ستايي او له نورو ملي سوداګرو هم د ورته اقداماتو غوښتنه کوي.

د فراه د پوهنې رییس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «شریفي د نورو خیریه کارونو ترڅنګ یو شمېر زده‌کونکو ته په وړیا توګه د زده‌کړې زمینه مساعده کړې ده او موږ یې دا کار ستایو.»

زعیم وايي، له نورو ملي سوداګرو او شتمنو خلکو يې هم دا غوښتنه ده چې له خپلو بې‌وزلو هېوادوالو سره په هره برخه کې له خپل توان سره سم مرسته وکړي.

د فراه عام خلک هم د شریفي له خدمتونو خوښ دي او هغه یو اتل ګڼي.

د فراه ښار اوسېدونکی حامد نېک‌زاد وايي: «حاجي عبدالحمید شریفي یو اتل دی او هغه نه یوازې د زده‌کړو په برخه کې ډېر خدمتونه کړي، بلکې له بې‌وزلو کسانو سره هم مرستې کوي.»

د پوهنتون استاد محمدیونس وايي، ټولنه هغه وخت ابادېږي چې خلک زده‌کړې وکړي او په بېلابېلو مسلکونو کې ورسېږي.

هغه زیاته کړه: «د شريفي کارونه واقعا د ستایلو وړ دي او هغه د فراه سلګونو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.»

مدني فعاله مرضیه نورزۍ هم وايي، د فراه خلک د شریفي د نیکو کارونو پوروړي دي او هغه یو اتل ګڼي.

نوموړې زیاته کړه، که ټول شتمن کسان او ملي سوداګر د شریفي په څېر خلکو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو لپاره مټې را ونغاړي، نو شک نشته چې یوه نېکمرغه ټولنه به رامنځته شي.

د فاطمې فراهي په نوم یوه بله مدني فعاله هم وايي: «عبدالحمید شریفي ډېر نیک کارونه کړي او د دغو کارونو یوه بېلګه يې سلګونو کسانو ته د وړیا زده‌کړو زمینې برابرول دي؛ د داسې کارونو په زیاتېدو سره ټولنه کې اصلاح رامنځته کېږي او خلک له ستونزو خلاصېږي.»

هغې زیاته کړه، نور ملي سوداګر او شتمن هېوادوال دې هم د شریفي لار تعقیب کړي او له خپل توان سره سم دې د هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

په همدې حال کې، د یاد مرکز زده‌کونکي هم وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې په شخصي کورسونو کې د زده‌کړو توان نه درلودل خو اوس د یاد ملي سوداګر په مرسته ورته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

محمدنعیم چې د شریفي په ښوونیز مرکز کې د ریاضي زده‌کړې ټولګي کې دی وايي: «زما اقتصادي وضعیت ښه نه دی، د پيسو په بدل کې مې د زده‌کړو توان نه درلود، نو له نېکه‌مرغه چې حاجي عبدالحمید شریفي موږ ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده او زه اوس دلته ریاضي زده کوم.»

د محمد داوود په نوم په یاد مرکز کې د انګلیسي ژبې یو زده‌کوونکی هم وايي، اقتصاد يې ښه نه دی او په کورس کې د فیس ورکولو توان نه لري، خو دا چې په دغه مرکز کې ورته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوې ډېر خوښ دی.

Visits: 232

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.