ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوتزل له مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی

پوتزل له مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی

author avatar
22 Mar 2023 - 23:30
پوتزل له مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی
author avatar
22 Mar 2023 - 23:30

اټلانټا (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو چې له یو میلیون ډېرې نجونې له زده‌کړو محرومې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیال د ریاست‌الوزراء سیاسي له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې یو ځل بیا د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازو پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

یونیم کال مخکې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته نوي سرپرست حکومت د نجونو ثانوي زده‌کړې بندې کړې، خو څو میاشتې مخکې یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

خو په ابتدایه ښوونځیو کې نجونې زده‌کړې کولی شي.

یوناما پر ټویټر کې لیکلي، د دې ادارې مرستیال مارکس پوټزیل د وري په ۲مه د اسلامي امارت د ریاست‎الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال یو ځل بیا هغه ته د نړۍوالې ټولنې هغه غوښتنه تکرار کړه چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې باید د نجونو پر وړاندې پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د وري په لومړۍ نېټه په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو نجونو ته لا هم د ثانوي پوهنتون کې د زده‌کړو اجازه نشته.

یوناما ویلي، نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شو چې په افغانستان کې لا هم څه باندې یو میلیون نجونې له زده‌کړو محرومې او د تعلیم اجازه نه لري.

سرچینې زیاته کړې: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی ( یوناما) پر واکمنو چارواکو یو ځل بیا غږ کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ټولو تبعيضي سیاستونو لاس واخلي؛ دغه سیاستونه نه یوازې د افغانستان د نیمایي نفوس د هیلو پر وړاندې خنډ رامنځته کوي، بلکې دغه هېواد ته لوی زیان رسوي.»

unama

د یوناما مرستیال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره ولیدل

بلخوا له ارګه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې د وروستۍ زلزلې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې پوتزل په افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې افغانانو ته پکې زيان نه وي اوښتی.

سرچینې زیاته کړې، نوموړي له اسلامي امارته مننه وکړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت په برخه کې يې کوټلي ګامونه اخیستي او د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت یې د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له پيغامه مننه وکړه.

په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو مرستندویه ادارو مننه وکړه چې له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې کوي او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د ټولو مرستندویه ادارو د امنیت او په راڼه ډول د بشري مرستو وېشلو ډاډ ورکوي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د هغه وړاندیز له امله مننه او ستاینه وکړه چې نړۍوالو ته یې په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د پرانیستلو وړاندیز کړی.

د ریاست الوزرا سیاسيي مرستیال په ټينګار سره وويل چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی.

د يادونې ده، مولوي عبدالکبير په دې کتنه کې وويل چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو نړۍوالو هېوادونو او سازمانو سره ښې او فعالې اړیکې غواړي، د دې ترڅنګ هیله لري چې نړۍوال دولتونه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

 

Visits: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.