ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه، عامې روغتیا وزارت: زلزله کې ۵ تنه  مړه  او تر ۷۰ پورې کسان ټپیان شوي

ملګري ملتونه، عامې روغتیا وزارت: زلزله کې ۵ تنه مړه او تر ۷۰ پورې کسان ټپیان شوي

author avatar
22 Mar 2023 - 22:59
ملګري ملتونه، عامې روغتیا وزارت: زلزله کې ۵ تنه  مړه  او تر ۷۰ پورې کسان ټپیان شوي
author avatar
22 Mar 2023 - 22:59

درېیم تعقیب- اټلانټا (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲ ): ملګري ملتونه او د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په افغانستان کې پرون شپې زلزلې له امله په ټول هېواد کې ۵  کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

یوې زورورې زلزلې تېره شپه (د وري په لومړۍ نېټه) ماسختن ۹:۲۰ دقیقې د هېواد شمال‌لویدیځ، مرکزي، ختیځ او سویل‌ختیځ ولایتونه ولړزول؛ دغه‌راز د زلزلې ټکانونه په پاکستان، هندوستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم محسوس شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي چې د سهار تر نهو بجو پورې په ټول هېواد  کې څلور تنه مړه او تر ۷۰ پورې کسان ټپیان شويو دغه راز سلګونه هم زیانمن شوي دي.

هغه زیاته کړې، د عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ له حکم سره سم ټول روغتيايي مرکزونه او مسؤولين د خپلو هېوادوالو ژوند ژغورلو ته چمتو دي.

د راپورونو له مخې، ډیری مالي او ځاني زیانونه په بدخشان، تخار او لغمان ولایتونو کې اوښتي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (اوچا) ویلي چې د زلزلې له امله په افغانستان کې پنځه تنه مړه او ۵۸ نور ژوبل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه راز په بیلا بیلو ولایتونو کې ۶۶۵ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

تر دې مخکې، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو له خوا ټولو ولایتي مسوولینو ته خبر ورکړل شوی چې د زلزلې له امله د احتمالي زیانونو پر مهال له خلکو سره مرستو ته چمتووالی ونیسي.

Visits: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.