ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان وو

author avatar
25 Mar 2023 - 15:46
تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان وو
author avatar
25 Mar 2023 - 15:46

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): تېره اونۍ ځینو سرچینو وروسته له هغه یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده‌کړو مرکزونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ چې نوی ښوونیز کال د وري په لومړۍ نېټه پیل شو؛ د افغانستان دوو پخوانیو ولسمشرانو بیا په هېواد کې پر ملي ډیالوګ ټینګار وکړ.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • ازبکستان وایي، په نړۍوالو فورمونو او غونډو کې یې له افغانستانه ملاتړ کړی دی.
  • د اسلامي امارت چارواکي: نړۍ دې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.
  • انتوني بلینکن: په افغانستان کې یو شمېر امریکایان بندیان دي.
  • اسلامي امارت: له موږ سره هېڅ امریکایی وګړی نشته.
  • تعلیمي کال پیل شو خو د نجونو پر مخ له شپږم پورته ټولګي نه دي پرانیستل شوي.
  • بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سرچینو یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو د پرانیستې غوښتنه وکړه.
  • د هېواد دوو پخوانیو ولسمشرانو په افغانستان کې پر ملي ډیالوګ ټینګار وکړ.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د کابل ښار دوولسمې امنیتي حوزې اړوند په ارزان قیمت سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای عملیاتو کې د دغې ډلې درې کسان وژل شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي، په غور کې د لاسي بم په چاودنه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي، په بدخشان کې هم د لاسي بم په چادونه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي، په غزنې کې د ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي او په پروان کې هم د ورته چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو په جوزجان کې دوه کسان او په فارياب کې درې کسان وژلي او په جوزجان کې يو کس په مرموز ډول وژل شوی دی.

دغه‌راز، په بادغيس کې يو کس د خپلې وسلې په سهوي ډز ژوند بایللی، په خوست کې د ځمکې ملکيت پر سر د دوو کورنيو شخړه پر وسله‌والې نښتې اوښتې چې له امله يې يو کس وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي، په زابل کې د يوه ماشوم سوځول شوی مړی موندل شوی او په بلخ کې د وړمې اوونۍ د چاودنې یوه ټپي په روغتون کې ساه ورکړه.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له کابل سره د نړۍ تعامل

د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار عبدالعزیز کاملوف ویلی، دوی په نړۍوالو فورمونو او غونډو کې له افغانستانه ملاتړ کړی او د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکاري غواړي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، که نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو تامینېدل غواړي نو له اسلامي امارت سره دې تعامل ښه کړي.

تېره اونۍ، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوناما له سیاسي مرستیال مارکس پوټزل سره په لېدنه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو لپاره ګام پورته کړي.

همداراز، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي د لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا له خوا د بندیزونو لرې کېدو او له افغانستان سره د نړۍ د تعامل غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تر اوسه ۱۴ هېوادونو ته خپل ډېپلوماټان لېږلي او هڅه کوي، څو په نورو هېوادونو کې هم د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ ورته ته وسپارل شي.

افغانستان کې د داعش د شتون په اړه بېلابېلې څرګندونې  

د راپورونو له مخې، په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال مایکل کوریلا ویلي چې په افغانستان کې د داعش ګواښونه ډېر شوي او امریکا هم ګواښلې شي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري.

هغه زیاته کړې: «داعشي فتنه‌ګر له پخوا څخه په مراتبو کم شوي او ځپل شوي دي. د امریکایي چارواکو له خوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګ‌نمایي پخپله له داعشي فتنه‌ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي.»

په افغانستان کې یو شمېر امریکایان بندیان دي

د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې په افغانستان کې یې یو شمېر وګړي بندیان دي او دوی یې د خوشي کولو هڅې کوي. هغه زياته کړې: «د هغوی کورنیو له موږ څخه غوښتنه کړې چې هویت یې پټ وساتو او د دوی د قضیې په اړه په علني توګه خبرې ونه کړو.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه ادعا رد کړې او وايي، له دوی سره هېڅ امریکايي وګړی نشته او نه هم په دې وروستیو کې کوم امریکايی نیول شوی دی.

ښوونیز کال پیل شو خو د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي نه دي پرانیستل شوي  

د پوهنې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره روان ۱۴۰۲ تعليمي کال د وري په لومړۍ نېټه پيل کړ. ياد وزارت په یوه اعلاميه کې د نجونو زده‌کړو په اړه ويلي: «د ښځينه ښوونځيو لپاره چې فعلا له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګې پورې پرانیستل کېږي، بايد مصؤن تعليمي چاپېريال او اړينې اسانتياوې چې ټول شرعي اصول په کې رعايت شوي او ټول ښوونکي، اداري، تدريسي او خدماتي کارکوونکي يې ښځينه وي؛ تنظيم شي.» خو په اعلامیه کې د نجونو د ثانوي او لېسې دورو د زده‌کړو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو چې له یو میلیون ډېرې نجونې له زده‌کړو محرومې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیال مارکس پوټزل د افغانستان د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت باید په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو نېټه معلومه کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سویس په جنیوا کې د یوې غونډې په پای کې چې تېره اونۍ ترسره شوه، ويلي چې په افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو منع کېدل د توجیه وړ نه دي. دوی په یوه اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونسیف) هم په دې اړه خواشيني ښودلې او د نجونو د ثانوي ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له اسلامي امارته غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروزاې پرانیزي.

خو د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې په دې تړاو پر یوې طرحې کار روان دی او په بشپړېدو سره به یې ټولو ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

پر ملي ډیالوګ د د دوو پخوانیو ولسمشرانو ټینګار

پخواني ولسمشر اشرف غني د نوي  لمریز کال په مناسبت پیغام کې ویلي: «موږ ټول پر دې هم پوهېږو چې افغانان له جګړو ستړي شوي او بيا بيا د یوه تلپاتې ثبات غوښتنه کوي؛ پنځوس کاله وشول چی افغانستان له دغه نعمت نه بی‌برخې دی؛ اوس تر هر بل وخت ډېره ضرور ده چې ټول د یوه ملي ډیالوګ په پیلولو د دغه هدف لپاره کار وکړو.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتي چې له ځنډ پرته د افغانانو ترمنځ خبرې (ملي ډیالوګ) پيل کړي.

په تېر حکومت کې د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د افغانانو ترمنځ یووالی او ملي مشارکت، د افغانانو عزت او سر لوړي بللې او وایي: «د یو بل په منلو، له سختو ورځو راوتلی شو.»

Visits: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.