منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۶ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د نفتي توکو بیې څه باندې ۳ سلنه لوېدلې

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۳۴ کتنې

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو، نفتي توکو او سرو زرو بیې لوېدلې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو لیټر پټرول بیه له ۶۹ نه ۶۷ افغانیو ته او د یو لیټر ډیزل بیه له ۷۳ نه ۷۰ افغانیو ته لوېدلې ده.

د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، د تېرو اووه ورځو په پرتله نن د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۵۴ نه ۵۲ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

یادې سرچینې وایي، په کابل ښار کې د نفتي توکو بیو ټیټېدو لامل په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو لوېدل دي.

د قزاقي اوړو بیه ټيټه شوې ده

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه له ۱۸۲۰ نه ۱۸۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت له کمېدلو سره د قزاقي اوړو بیه لوېدلې ده.

صافي وویل، نن هم لکه تېرې اووه ورځې په عمده ډول د ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړيو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د یو شمېر توکو پرچون بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون‌پلورونکی حامد صوفي‌زاده وايي، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۸۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې لوېدلې

د کابل ښار په تیمورشاهي جاده کې د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ څښتن محمدفواد وویل، د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۴۵۰ څخه ۴۴۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سررو زرو بیه له ۳۵۰۰ نه ۳۴۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلېدو سره اړیکه لري.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي ‌حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۷ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۰۳ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۲۷مه د یو امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۷ افغانۍ وې او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۰۵ افغانیو تبادله کېدې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد