ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې له نږدې ۸ زره اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

غزني کې له نږدې ۸ زره اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

غزني  (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): د غزني  د کلیو د بیارغونې او پراختیا او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاستونو مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګیلان، ناوه او مقر ولسوالیو کې له نږدې ۸ زره اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمد قاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، موده مخکې د دې ادارې له لورې په ګیلان او ناوه ولسوالیو کې سروې شوې وه چې په پایله کې یې په ګیلان کې ۳۳۹۶ او په ناوه کې ۲۲۵۰ کورنۍ اړې او مستحقې پېژندل شوې وې.

هغه زیاته کړه، نن پر دغو کورنیو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري خوراکي توکي ووېشل شول چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه، ۶ کیلوګرامه دال نخود، ۵ لېتره غوړي، یوه اندازه مالګه، دوه پاکټه د میندو او ۳۳ پاکټه د ماشومانو د تقویې خواړه ورکړل شول.

دغه‌راز دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمدعمر حقاني پژواک ته وویل، هغه سروې چې د یادې ادارې له خوا په مقر ولسوالي کې شوې وه، په پایله کې یې ۲۵۰۰ اړې کورنۍ په نښه شوې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.