کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایران څخه وارد شوي ۱۶ ټانکره بېکیفیته ډېزل او پټرول یې له فراه ولایته بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
یادې ادارې نن د وري په ۲۲مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د سټنډرډ ملي ادارې له خوا په فراه ۷۸ میل بندر کې ۱۶ ټانکره بېکیفیته تېل ایران ته وګرځول شول.»
سرچینې زیاته کړې، په دې وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بېکیفیته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
یاده اداره له سوداګرو غوښتنه کوي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي او خبرداری ورکوي چې د بېکیفیته توکو واردولو په صورت کې به ورسره قانوني چلند کېږي.
د یادونې ده، د سټنډرډ ملي ادارې د روانې وري میاشتې په ۱۶مه هم ۲۹ ټانکره بېکیفیته ډېزل او پټرول د هرات له اسلامکلا بندره بېرته ایران ته ګرځولي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









