ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د ۱۱۰ ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې

جوزجان کې د ۱۱۰ ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې

author avatar
16 Apr 2023 - 15:30
جوزجان کې د ۱۱۰ ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې
author avatar
16 Apr 2023 - 15:30

شبرغان (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د جوزجان پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د ۱۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیلېدو خبر ورکوي او وایي، په بشپړېدو سره به یې څه باندې ۳۰ زره زده‌کوونکي له معیاري او خوندي ټولګیو څخه برخمن شي.

د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه ښوونځي د تېرو ۱۰ وروستیو کلونو جنګونو او یا ترمیماتي چارو ته یې د تېر حکومت د نه رسېدنې له امله تخریب شوي وو.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د شبرغان ښار شاوخوا کلیو او پنځو ولسوالیو کې دغه ښوونځي د ۳۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي چې د اکټیډ موسسې له خوا ورکول کېږي.

نوموړي وویل: «۳۰ ښوونځي یوازې په قوش تېپې او درزاب ولسوالۍ کې رغول کېږي چې داعش ډلې د دغو ښوونځیو له ودانیو قرارګاوې جوړې کړې وې.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.