ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره سریلانکا ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره سریلانکا ته ځي

author avatar
9 May 2023 - 17:38
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره سریلانکا ته ځي
author avatar
9 May 2023 - 17:38

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې جون میاشتې په لومړیو کې د درېیو نړۍوالو یو ورځنۍ لوبو ترسره کولو په موخه سریلانکا ته سفر کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن (د غويي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان کرکټ ملي لوبډله د جون میاشتې په دویمه، څلورمه او په اوومه نېټو له سریلانکا سره درې نړۍوالۍ یو روځنۍ لوبې کوي.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ راتلونکې درې نړۍوالې یو ورځنۍ سیالۍ به په روان ۲۰۲۳ کال کې د کرکټ نړۍوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په چمتووالي کې مهم رول ولري.

د دغه بورډ په وینا، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له مخکې د نړۍوال جام سیالیو ته په مستقیم ډول لار موندلې او د غوراوي پړاو سیالیو کې د لوبېدو اړتیا ورته نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.