ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سړکونو غاړو ته موټرمینځونکي: کابل ښاروالي دې موږ ته ځانګړی ځای وټاکي

د سړکونو غاړو ته موټرمینځونکي: کابل ښاروالي دې موږ ته ځانګړی ځای وټاکي

author avatar
17 May 2023 - 15:53
د سړکونو غاړو ته موټرمینځونکي: کابل ښاروالي دې موږ ته ځانګړی ځای وټاکي
author avatar
17 May 2023 - 15:53

کابل (پژواک، ٢٧ غويی ۱۴۰۲): په کابل کې د عمومي سړکونو غاړو ته یو شمېر موټرمینځونکي له ښاروالۍ غواړي چې دوی ته ځانګړې ځای وټاکي، څو په ازاده توګه خپل کار وکړي.

خو کابل ښاروالي وايي، د سړکونو غاړو ته په غیرمعیاري ډول د موټرو مینځل د سړک خرابېدو او د ښار ککړېدو لامل ګرځي او دوی به يې مخه ونیسي.

په ورته وخت کې بيا موټرمینځونکي وايي، د کار او ځاى نشتوالي له امله يې د سړکونو پر غاړو دغه ډول فعاليت پيل کړی دی.

د کابل ښار د هوايي ډګر عمومي سړک پر غاړه يوه موټرمينځونکي یاسر پژواک ته وویل، د کار نشتوالي له امله يې د سړک غاړې ته د خلکو موټر مینځلو ته مخه کړې او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

هغه وايي: «امنيتي کسان موږ ته مزاحمت کوي، دغه کار ته مو نه پرېږدي او کله راڅخه د اوبو ماشین هم وړي، خو موږ هم مجبور يو، ځکه چې کورنۍ را تر غاړې ده، څنګه وکړو، حکومت دې راته يو مناسب ځاى پيدا کړي، موږ به هلته لاړ شو.»

نوموړی وایي چې مخکې به یې په قیر سړک موټرونه مینځل او اوس یې په خامه ځای کې مینځي، خو بیا هم اجازه نه ورکول کېږي.

دغه‌راز د کابل نندارې سیمې يوه موټرمینځونکي مهتاب‌الدین پژواک ته وویل، د ښاروالۍ کسانو ورته ويلي چې د قير سړک پر سر دې موټر نه مينځي.

نوموړی وایي: «درې کاله کېږي چې د اقتصادي ستونزو او وزګارۍ له امله موټر‌شويي کوم، مسوولین ماته وایي چې نادر خان تپې ته لاړ شه او هلته موټر پرېمنځه، هلته چېرته څوک راځي، داسې ځای باید مونږ ته وټاکل شي چې هم زمونږ کار وشي او هم سړک خراب نه شي.»

هغه وویل، د اقتصادي ستونزو له امله عصري موټرشویي نه شي جوړولای، نو ځکه د سړکونو غاړو ته موټرونه مینځي.

دغه موټرمینځونکي له ښاروالۍ د خپل کار مخې ته وړلو په موخه د يوه مناسب ځاى غوښتنه کوي.

همداراز د کابل ښار یوه اوسېدونکي زریالي چې د سړک غاړې یوه موټرشويي کې یې موټر مینځه، وویل چې خلک اقتصادي ستونزې لري، نو عصري موټرشويي ته نه شي تللی ځکه دلته راځي.

هغه هم له حکومته غوښتنه وکړه چې دغو موټرمینځونکو ته دې یو مناسب ځای وټاکي څو له یوې خوا د دوی کار وشي او له بلې د سړک ویجاړېدو مخه ونیول شي.

بل لور ته، د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي، د عمومي سړکونو  پر غاړو شته موټرشويانې سربېره پر دې چې سړکونه ويجاړوي د ناپاکۍ لامل هم ګرځي.

د کابل د شهر نو اوسېدونکى عبدالباري وايي، د ښار په ډېرو ځایونو کې د عمومي سړکونو غاړو ته موټرشويانې جوړې شوې او ګڼه‌ګوڼه یې رامنځته کړې ده.

هغه وايي: «دغه موټرشویانې خلکو او موټرو ته مزاحمت کوي، اوبه یې هم ناپاکه دي او سړکونه هم ویجاړوي.»

نوموړی وایي چې حکومت باید دغه موټرمینځونکو ته منظم ځای برابر کړي، ځکه دوی هم له مجبورۍ دغه کار ته مخه کړې ده.

د کابل ښار يو شمېر نور اوسېدونکي هم ټينګار کوي چې حکومت بايد د عمومي سړکونو پر غاړو د موټرشويانو مخه ونيسي او يوه مناسب ځاى ته یې ولېږدوي.

بلخوا د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک ته وویل، دغه اداره هیچاته اجازه نه ورکوي چې عامه تاسیساتو ته زیان ورسوي.

نوموړي وویل: «سړکونه، پياده‌رو او ترڅنګ يې ویالې دا ټول عامه تاسیسات دي او هيڅوک د کاروبار په بهانه نه شي کولی چې عامه تاسیسات ویجاړ کړي او دا زموږ لپاره یو ښاري تخلف دی او هېچاته اجازه نه ورکوو چې په دې شکل د سړک پر غاړه موټر ومینځي او سړکونه خراب کړي.»

هغه وایي، له کابل ښاره دغه موټرشویانې ټولوي او دوی نه شي کولی چې په دایمي توګه دې چارې ته دوام ورکړي.

بارکزي وويل: «دا کومه منطقي خبره نه ده چې یو څوک وایي، که ښاروالي ماته ځای نه راکوي نو زه د سړک او پیاده لارو پرسر کار کوم.»

د يادنې ده، د سړک غاړې موټر مینځونکي د یوه موټر له مینځلو  ١٠٠ افغانۍ اخلي خو په عصر موټرشويانو کې بيا له يوه موټره له ١٥٠ تر٢٠٠ افغانیو پورې اخيستل کېږي.

Visits: 71

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.