کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه بورډ مشر د افغانستان او هندوستان ترمنځ د راتلونکو درېيو یو ورځنیو سیالیو د مهالوېش ټاکلو او ځينو نورو موضوعاتو په اړه خبرو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف نن د هندوستان د کرکټ بورډ په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.
سرچینه زیاتوي، د دغه سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو پر اړیکو، راتلونکو درېیو یو ورځنیو لوبو او نورو مواردو خبرې وشي.
بلخوا بیا د دغه بورډ په فیسبوکپاڼه کې د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د هندوستان د کرکټ بورډ له لوري د دغه هېواد د غوره لیګ «ايپيایل» ورستیو لوبو لیدلو ته په رسمي توګه بلل شوى دی.
هغه وایي، له دغه هېواد سره به د کرکټ په برخه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
نوموړی زیاتوي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوپر لیګ درې یو ورځنۍ سیالۍ پاتې دي چې د نېټو ټاکلو په اړه به يې خبرې وکړي.
هغه وویل: «هلته به په تخنیکي مسایلو هم خبرې وکړو چې څنګه یو بل سره مرسته وکړو او خصوصا دوی څنګه مونږ سره مرسته کولی شي او څومره ډاډ راکوي.»
د کرکټ بورډ رییس وايي، له هندوستان سره به لوبغاړو ته د ویزو صادرولو په برخه کې هم خبرې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











