ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له افغاني سرې میاشتې سره د ۱۶ امبولانسونو مرسته وکړه

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له افغاني سرې میاشتې سره د ۱۶ امبولانسونو مرسته وکړه

author avatar
21 May 2023 - 09:42
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له افغاني سرې میاشتې سره د ۱۶ امبولانسونو مرسته وکړه
author avatar
21 May 2023 - 09:42

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د  ۱۶ ټیوټا لنډکروزر امبولانسونو مرسته وکړه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه امبولانسونه پر مخابراتي سیسټم سمبال دي.

د یادې ټولنې سرپرست مولوي مطیع‌الحق خالص ویلي، د دغو امبولانسونو له دوو څخه به د سرې میاشتې په مرکزي ریاست کار اخیستل کېږي او پاتې نور به پر زونونو ووېشل شي.

خالص تمه ښودلې چې نورې نړۍوالې مرستندویه ټولنې دې هم د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره د وړتیاوو لوړونې په برخه کې همکاري وکړي.

Views: 156

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.