ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: ګڼ شمېر افغانان مو بېرته افغانستان ته لېږلي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: ګڼ شمېر افغانان مو بېرته افغانستان ته لېږلي

author avatar
23 May 2023 - 11:18
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: ګڼ شمېر افغانان مو بېرته افغانستان ته لېږلي
AA
author avatar
23 May 2023 - 11:18

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ګڼ شمېر افغانان یې بېرته خپل هېواد ته لېږلي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

اناتولي خبري اژانس دغه راپور تېره ورځ (دوشنبه) ناوخته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له قوله خپور کړی دی.

نوموړي ویلي: «د کورنۍ جګړې له امله له سوریې څخه کډوال ترکیې ته راغلل، همداراز له افغانستانه هم د ایران له لارې راغلي دي.»

د هغه په وینا، دغه افغان کډوال د الوتکو په وسیله افغانستان ته لېږدول شوي دي.

اوغلو زیاته کړې: «لازم تدابیر نیول کېږي، خو دا باید هېر نه کړو چې د ترکیې درېیو خواوو ته سیندونه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، هره ورځ ګڼ شمېر هېوادوال له ایران او ترکیې څخه بېرته افغانستان ته لېږدول کېږي.

Views: 84

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.