کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ١٤٠٢): د کابل برېښنا شرکت رييس وايي چې د پخواني حکومت ځينو چارواکو د برېښنا پورونه نه دي ورکړي چې امله يې پر کورونو برېښنا پرې شوې ده.
د کابل برېښنا شرکت رييس مولوي حکومت الله اخندزاده پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د پخواني حکومت ډېرى چارواکي د برېښنا د لګښتونو له امله پوروړي دي.
هغه وويل: «پخواني چارواکي لکه عبدالرشيد دوستم، عطاء محمد نور دغه رقم نور هم چې کوم خلک دي يعنې امرالله صالح، دا ټول قرضداره دي، په عموم کې زاړه سياسيون يعنې د جمهوريت خلک چې وو د وزيرانو په سويه يا په لوړه سويه باندې چې کوم زور واکان وو، دا اکثره قرضداره دي.»
د ده په وينا، له ځينو چارواکو پورونه راټول شوي خو هغوی چې پورونه نه دي ورکړي په ځينو يې برېښنا پرې شوې ده.
هغه وويل چې اوس مهال يې د عبدالرشيد دوستم په کور برېښنا پرې کړې خو بيا هم د دغو چارواکي له لوري کوم اقدام نه دی شوی چې د برېښنا پورونه ورکړي.
دی وايي، د اسلامي امارت د رهبرۍ پرېکړې ته په تمه دى چې د دغو پخوانيو چارواکو د پورونو په اړه پرېکړه وکړي او د دوی کورونه او جايدادونه داوطلبۍ ته وسپاري ترڅو د برېښنا د لګښتونو پېسې ترې حصول شي.
اخندزاده د کوم مشخص چارواکي نوم وانخيست خو ويې ويل چې له دغه پخوانيو پوروړو څخه ځينو يې د خپل نږدې کسانو له لارې د برېښنا پورونه ادا کړي دي.
دغه راز ده وويل چې اوسني چارواکي ډېری يې پوروړي نه دي خو که په کوم چارواکي پور پاتې وي ژر يې ادا کوي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغانستان د ګاونډيونو هېوادونو د برېښنا پورونه ورکړي او ډېر لږ به يې پاتې وي چې په يادولو نه ارزي.
همدارنګه اخندزاده د يوې بلې پوښتنې په اړه وويل چې د کورونو، دفاترو او صنعتي فابريکو لپاره د برېښنا بيې توپير لري.
هغه وايي: «د کابل په حساب کې زموږ دوه نيمې روپۍ رهایشي ده، همدارنګه موږ د صنعت کارانو لپاره ځانته قيمت ټاکلی دى، همدغه رقم د تجارتي ساحو لپاره ځانته رقم دى او د دولتي دفاترو لپاره ځانته رقم ده.»
ده وويل چې د برېښنا د بيو توپير سيستم په ټوله نړۍ کې همدا ډول دى او دوى هم نړۍوال سيستم پلى کړى دى.
نوموړی وايي د افغانستان ټول نفوس ته شاوخوا درې تر درې نيم زره کيلو واټه برېښنا اړتيا ده خو دا مهال دوی يوازې شاوخوا ۱۳۰۰ کيلو واټه برېښنا لري.
هغه وويل چې د برېښنا په برخه کې افغانستان پر ځان بساينې لپاره بايد له آبي، بادي، لمريز او ډبرو سکرو څخه برېښنا توليد کړي ترڅو خپلې اړتياوې پرې پوره کړي.
دی وايي، د بادي برېښنا په اړه طرحه لري او په دې اړه د ٧٧ په نوم له يوه ترکيي شرکت سره تړون لاسليک کړی چې په افغانستان کې به دغه کار کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










