منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

۲۴۳۰ افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۴ کتنې

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، لږ ترلږه ۲۴۳۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (شنبه) په یوه تويټ کې لیکلي چې په تېرو درېیو ورځو کې ۲۱۳۷ افغان کډوال له ایران او ۲۹۳ کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د هرات د اسلام‌قلعه د سرحدي امر له قوله ویلي چې له یادې ډلې ۵۰۸ کسان د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان استازولۍ ته معرفي شوي دي.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې مېشت ۲۹۳ افغان کډوال د غبرګولي په ۴مه، د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د سپین بولدک سرحدي امر ویلي، یاد کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفترونو ته معرفي شوي او هغه چې ناروغان وو، د «هلت نټ» موسسې په مرسته تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې مخکې هم ۲۴۴۲ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال