کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۱۸ ټانکره بېکیفیته تېل یې د هرات له اسلامکلا بندر څخه بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې نن په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي: «د سټنډرډ ملي ادارې له خوا په اسلام قلعه بندر کې ۱۸ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته مسترد کړل شول.»
login or register a new account.