ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسټرالیا کې د واده موټر چپه کېدو پېښه کې ۳۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

اسټرالیا کې د واده موټر چپه کېدو پېښه کې ۳۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
12 Jun 2023 - 11:31
اسټرالیا کې د واده موټر چپه کېدو پېښه کې ۳۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
Reuters
author avatar
12 Jun 2023 - 11:31

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په اسټرالیا کې د واده بس چپه کېدو پښه کې لس کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

امریکا غږ په یو راپو کې ویلي، د اسټرالیا د سډني ښار په شمالي برخه کې تېره شپه ناوخته د واده موټر چپه شوی چې له امله یې لس کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې د ځایي چارواکو له قوله ویلي، د مړه شوو شمېر ښایي له دې هم لوړ شي؛ ځکه د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت ښه نه دی او په چورلکه کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې ده، ویلي یې دي: «د واده مراسم تل له خوښۍ ډک وي، په دا ډول پای ته رسېدل یې ډېر ظالمانه او له خپګان څخه ډک وي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.