ژبه

راتلونکې میاشت په کابل کې د کورنيو تولیداتو دویم ملي نندارتو جوړېږي

کابل (پژواک، ۲۹ غبر ګولی ۱۴۰۲): د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د راروانې چنګاښ میاشتې په ۲۵مه په کابل کې د «امام ابوحنیفه» په نوم د کورنیو تولیداتو دویم ملي اووه ورځنی نندارتون چې د سیمې یو شمېر هېوادونو شرکتونه به هم ګډون په کې ولري، جوړيږي.

دغه څرګندونې د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او لومړي مرستیال یونس مومند نن په کابل کې یوې غونډې ته وکړې او ويې ویل، په یاد نندارتون کې به د کورنیو شرکتونو په ګډون یو شمېر بهرني، لکه د پاکستان، هند، ایران او ترکیې شرکتونه، سوداګر او صنعتکاران هم ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه، په یاد نندارتون کې به سلګونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته ۱۰۰۰ غرفې جوړې شي څو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړي د دغه  نندارتون جوړېدو موخه خصوصي سکټور او کورنیو تولیداتو ته وده ورکول وښودل.

login or register a new account.