ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کي غالۍ‌اوبدونکې د خرڅلاو بازار کمرنګه کېدو ته اندېښمنې دي

بادغیس کي غالۍ‌اوبدونکې د خرڅلاو بازار کمرنګه کېدو ته اندېښمنې دي

author avatar
30 Jun 2023 - 11:16
بادغیس کي غالۍ‌اوبدونکې د خرڅلاو بازار کمرنګه کېدو ته اندېښمنې دي
author avatar
30 Jun 2023 - 11:16

قلعۀ‌نو (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): په بادغیس کې یو شمېر غالۍ‌اوبدونکې مېرمنې په دغه ولایت کې د خپلو محصولاتو د خرڅلاو بازار کمرنګه کېدو او د بیو ټیټېدو په اړه اندېښنه ښيي او د ملاتړ غوښتنه کوي.

د غالۍ‌اوبدنې صنعت په بادغیس او نورو ولایتونو کې اوږده مخینه لري او د دغه ولایت اوسېدونکي په ځانګړې توګه کلیوالي ښځې له کلونو راهیسې دغه برخه کې کار کوي.

خو په‌دې وروستیو کې په یاد ولایت کې یو شمېر غالۍ‌اوبدونکې مېرمنې د خپلو محصولاتو د پلور بازار له پیکه‌والي او بیو ټیټوالي شکایت کوي.

په‌ یاد ولایت کې یوې غالۍ‌اوبدونکې رقیې پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې به یې چې هره غالۍ اوبدله نو له ۲۰ تر ۳۰ زره افغانیو به یې پلورله، خو اوس همغه غالۍ په ډېره کمه بیه پلوري.

رقیه وايي، په ښه کیفیت بېلابېلې غالۍ تولیدوي خو د پلور لپاره یې هېڅ بازار نشته.

هغه زیاتوي، دولت باید په دغه برخه کې له ښځو ملاتړ وکړي او د هغوی د تولیداتو د پلور لپاره مناسب بازار برابر کړي، څو خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړای شي.

هغې زیاته کړه: «مخکې ‎به ښه و کار مې کاوه، زموږ غالۍ په لوړه بیه پلورل کېدې، خو اوس یې څوک نه پېري، له حکومته غواړو چې له موږ سره همکاري وکړي.»

په یاد ولايت کې يوه بله غالۍ‌اوبدونکې جان بي‌بي وايي، له کلونو راهيسې پر غالۍ اوبدلو بوخته ده او له دې لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي.

د هغې په ​​وينا، د پخوا په پرتله د غاليو بيه د پام وړ راټيټه شوې او اوس یې د پلور لپاره مناسب بازار نشته.

خو هغې زياته کړه، که د غالۍ‌اوبدونکو مېرمنو ملاتړ وشي، د لسګونو نورو ښځو لپاره به هم د کار زمینه برابره‎ او د ډېرو کورنيو ستونزې به هوارې شي.

هغه له اسلامي امارته هیله لري چې د غالۍ‌اوبدونکو ښځو تولیدات بهرنیو بازارونو ته معرفي او نندارې ته یې وړاندې کړي.

هغې وويل: «له ١٥ کلونو راهيسې غالۍ اوبدم، مخکې به د دوه متره غالۍ بيه له ٢٠ زرو‎ تر ٣٠ زره افغانيو وه، خو اوس هماغه غالۍ له ١٥ زره افغانيو په لوړه بیه نه پلورل کېږي.»

په بادغیس کې د غاليو يو سوداګر محمد وايي چې په دغه ولايت کې د غاليو صنعت او سوداګري د پخوا په پرتله ٧٠ سلنه کمه شوې ده.

د محمد په خبره، که د غاليو د صنعت او سوداګرۍ ملاتړ وشي، نو دغه صنعت به وده وکړي چې د خلکو اقتصادي وضعیت به هم ورسره ښه شي.

نوموړي د غاليو د بيو ټيټېدو لامل بهرنيو هېوادونو ته د دغه لاسي صنعت نه صادرېدل ‎او په غالیو کې د کارېدونکو توکو خراب کيفيت بولي.

هغه وړاندیز کوي چې اسلامي امارت دې د دغه صنعت ملاتړ وکړي او د غالیو لپاره مناسب بازار برابر کړي.

په ورته مهال، د بادغیس ولایت د صنعت او سوداګرۍ امر جلال‌الدین حقاني د غالیو د تولید، سوداګرۍ او بیو ټیټېدل مني، خو وايي چې دا ستونزه د هېواد په ټولو ولایتونو کې شته.

د هغه په ​​وينا، صنعت او سوداګرۍ وزارت د غاليو توليدوونکو او سوداګرو د ستونزو هواري ‎په موخه يو کمېسيون جوړ کړی او په پام کې لري چې د ټولو غالۍ‌اوبدونکو ستونزې حل کړي.

دا په ‌داسې حال کې ده چې افغاني غالۍ په نړۍ کې ځانګړی کیفیت او نوم لري او مخکې به دغه محصول د نړۍ بازارونو ته په مناسبه بیه وړاندې کېده.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.