ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوړو او درملو اداره: سږ کال ۵ ګمرکونو کې د خوړو کیفیت کنټرول لپاره نوي لابراتوارونه جوړېږي

د خوړو او درملو اداره: سږ کال ۵ ګمرکونو کې د خوړو کیفیت کنټرول لپاره نوي لابراتوارونه جوړېږي

author avatar
30 Jun 2023 - 11:33
د خوړو او درملو اداره: سږ کال ۵ ګمرکونو کې د خوړو کیفیت کنټرول لپاره نوي لابراتوارونه جوړېږي
author avatar
30 Jun 2023 - 11:33

کابل (پژواک، ۹  چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره په تېر یوه کال کې د څه‌باندې ۱۸ ټنه بی‌کیفیته وچ‌ چای د کشف او ضبط خبر ورکوي او وايي، د سږ کال تر پایه د هېواد په ګمرکونو کې د خوراکي توکو د کیفیت کنټرول لپاره ۵ نوي لابراتوارونه جوړېږي.

د طبي کارپوهانو په وینا، له وچ‌ چای څخه -چې تر ډېره کیمیاوي رنګ پکې ګډ وي- دوامداره استفاده ‎د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي؛ د خوړو او درملو ‎ملي اداره وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې هېواد ته ټیټ‌کیفیته چای واردوي.

د داسې چای کشف او ترلاسه کېدل چي کيمیاوي رنګ پکې ګډ و

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې وياند ډاکټر جاويد هژیر‎ پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېر یوه کال کې يې ١٨ ټنه وچ‌ چای -چې ٤٨٦ بورۍ کېږي او په ډېره اندازه کیمیاوي رنګ ورسره ګډ و- کشف او ضبط کړی دی.

هغه زیاته کړه: «دغه وچ‌ چای چې له ویتنام هېواده د ننګرهار د ګمرک له‌لارې افغانستان ته وارد شوی و، نمونه یي د کیفیت کتلو لپاره لابراتوار ته استول شوې او ثابته شوه چې دا طبیعي چای نه دي، بلکې په زیاته اندازه رنګ په‌کې ګډ شوی دی.»

د نوموړي په خبره، هغه پاڼې چې هېواد ته د وچ‌ چاي په نوم وارد شوې وې، د چاي پاڼې نه‌وې، يوازې بېلابېلې پاڼې وچې شوې وې او مصنوعي رنګ ورکړل شوی و.

هژیر د بې‎کيفيته چای په اړه وايي چې دغه چای لوړ کیفیت لرونکي قرقل او د کابل ځوانانو په نومونو هېواد ته وارد او پلورل کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له ‌مخې، ترلاسه شوي چاى له دوى سره شته او ډېر ژر به د ښار په يوه څنډه کې له‌منځه يووړل شي.

د چای سوداګرو ته یو میاشتنی فرصت

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند وویل، دغې ادارې د چای له سوداګرو سره ناسته کړې او هغوی ته یې سپارښتنه کړې څو تر یوې میاشتې ‌خپل ټول وارداتي چای وپلوري او له‌دې وروسته باید بې‌کیفیته چای په ځانګړي ډول هغه چای چې کېمیاوي رنګ ورسره ګډ شوی وي، وارد نه کړي.‎

د هغه په وینا، ‎په ياده غونډه کې سوداګرو هم ژمنه وکړه چې له هيڅ کوم هېواده به له کيمياوي رنګونو سره ګډ او بې‌کيفيته چاي ونه پېري او هېواد ته به یې وارد نه کړي.

هژیر وويل چې تر ټاکلې مودې وروسته به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي او عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.

هغه د چای له ټولو سوداګرو وغوښتل څو د بې‌کیفیته په ځانګړې توګه‎ هغه چای له واردولو ډډه وکړي چې مصنوعي رنګ ورسره ګډ شوی وي، ‎ ځکه: «چای یوه طبیعي ماده ده، باید درغلي په‌کې ونه شي، دا جعلي کار دی، په دغه کار سره هم اقتصاد کمزوری کېږي او هم د هېوادوالو روغتیا له ګواښ‎ سره مخ کوي.»

د مصنوعي رنګ لرونکي چای زیانونه

ډاکټر هژیر وايي، وچ ‌چای یوه طبیعي ماده ده او د نړۍ هيڅ معیار دا نه مني چې له طبیعي مادې سره دې مصنوعي ماده ګډه شي.

د هغه په ​​وينا، کله چې له وچ ‌چای سره رنګ ګډ شي، نه يوازې کيفيت له لاسه ورکوي، بلکې د بېلابېلو ناروغیو لکه د هاضمې سيسټم ستونزې، د پښتورګو، جلدي او ان د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي.‎

دغه‌راز د کابل ښار په روغتون کې ټرېنر او متخصص ډاکتر فریدالله عمري وايي، هغه وچ‌ چای چې هېواد ته واردېږي طبیعي نه دي، بلکې له ډېرې برخې سره یې کېمیاوي رنګونه ګډ شوي وي.

هغه زیاته کړه چې د مصنوعي چای کارول د غاښونو او وریو د خرابېدو، عصبي، جلدي، د ویښتانو او د سوء هاضمې ستونزو لامل ګرځي او د ترسره شوو څېړنو پایلې ښيي چې د پروسټاټ سرطان او د وینې کمېدو لامل هم ګرځي.

هغه وویل: «ډېری ناروغان چې موږ ته مراجعه کوي، وایي چې معده مو سوزي، د معدې درد لرم، ډېری دغه کسان له مصنوعي چای څخه چې کیمیاوي توکي په کې ګډ وي، کار اخلي.»

د سوداګرۍ خونه او هټۍوال د بې‌کیفیته چای شتون تاییدوي

د کابل ښار په اسمایی جاده کې د خوراکي توکو پلورونکي جان اغا وویل، د هېواد په بازارونو د چایو مختلف ډولونه چې ډېره برخه یې له برازیل، پولنډ او افریقايي هېوادونو واردېږي، پلورل کېږي او په ډېرو کې مصنوعي رنګونه ګډ وي.

هغه زیاته کړه: «زموږ په دوکان کې چې هم کوم چای شته مصنوعي رنګ لري او سوداګرو موږ ته ویلي چې د خوړو او درملو ادارې له لوري دوه میاشتې وخت لرو څو رنګ لرونکی چای وپلورو او له هغه وروسته موږ ته اجازه نه راکول کېږي.»

نوموړی وایي: «زموږ ستونزه دا ده، اوس چې افغانستان ته کوم چای راځي ټول رنګ لري، کوم چای چې رنګ یې کم دی او ښه خوند لري بیه یې لوړه ده او هغه چای چې ډېر رنګ لري ترټولو خراب چای دی، ډېر رنګ باسي او کله چې یې پېرودونکي ګیلاس کې اچوي تر ۲۴ ساعتونو یې هم رنګ نه خرابېږي او خلک ګومان کوي چې ګوندې ښه چای وي.»

هغه زیاته کړه: «تر ټولو ښه چای هم لس تر ۱۵ سلنې مصنوعي رنګ لري او خراب چای له ۴۰ تر ۵۰ سلنې رنګ لري.»

د کابل ښار په منډوي بازار کې یو هټۍوال حامد صوفي‌زاده چې نه یې غوښتل په دې برخه کې ډېر څه ووایي، ویې ویل چې پخوا په وچ چای کې رنګ په ډېره اندازه موجوده وه، خو اوس ۲۰ سلنې ته رسېدلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي چې په ګمرکونو کې د لابراتوار او سټندرد نشتون له امله د چای په ګډون ځیني بې‌کیفیته خوراکي توکي هېواد ته واردېږي.

هغه زیاته کړه: «لابراتوارونه یوازې د ساختماني او نفتي توکو لپاره فعال شوي، خو د خوراکي توکو لپاره تر اوسه فعال شوي نه دي، باید خوراکي توکو ته هم لابراتوار جوړ شي او سټندردونه موجود وي.»

د خوراکي توکو د کیفیت تثبیت لپاره د ۵ نوو لابراتوارونو جوړېدل

د افغانستان د خوړو او درملو ادارې ویاند وویل چې د بې‌کیفیته خوراکي توکو د وارداتو مخنیوي په موخه به د روان کال تر پایه د ۵ ولایتونو په ګمرکونو کې د خوراکي توکو د کیفیت تثبیت لپاره ۵ لابراتوارونه جوړ شي.

د افغانستان د خوړو او درملو ادارې ویاند وویل: «د خوړو په برخه کې اوس هم زموږ تشکیلات او امکانات کم دي، خو موږ په دې هڅه کې یو چې پر درېیو لابراتوارونو سربیره، په ۱۴۰۲ کال کې په پنځو ګمرکي ولایتونو کې چې ډېری خوراکي توکي ورڅخه هېواد ته واردېږي، د کیفیت کنټرول په موخه  پنځه نور لابراتوارونه هم جوړ کړو.»

د هغه په وینا، په هرات، ننګرهار او کندهار کې دری لابراتوارونه فعال شوي او د کال تر پایه به پنځه نور لابراتوارونه فعال شي.

هغه د دغو لابراتوارونو جوړول مهم وګڼل او زیاته یې کړه: «د یادو لابراتوارونو په جوړېدو به ټول هغه مواد چې هېواد ته واردېږي لکه درمل نمونه ترې اخیستل کېږي او لابراتوار ته لېږل کېږي، په داسې حال کې چې مثبته پایله ونه لري، ضبط به شي او له منځه به لاړ شي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یو لابراتوار په کابل ښار کې هم فعالیت لري.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.