کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کابل له ارغندۍ سیمې بیا د میدانوردګو ولایت تر دراني بازاره پر ۲۷ کیلومتره سړک د قیر اچولو کار پیل شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، پر دغه سړک قیراچونه نن د دغه معاونیت د مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوه.
سرچینې لیکلي، په یادو مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني، د کابل او میدانوردګو ولایتي چارواکو او د خصوصي سکټور یو شمېر استازو ګډون درلود.
د کابل – کندهار لویې لارې بیارغونې چارې پر ۷ برخو وېشل شوي او څه موده مخکې په بېلابېلو سیمو کې پیل شوي دي.
له ارغندۍ تر دراني پورې د سړک بیارغونې نورې چارې مخکې ترسره شوي، اوس یې د قیراچولو کار په داسې حال کې پیل شو چې خلکو د یاد سړک د بیارغونې پر مهال له دوړو او د لارې له خرابوالي شکایت کاوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت مرستیال ملا عبدالغني برادر د یاد سړک قیراچونې د پیل په مراسمو کې ویلي، د دغه اړول شوي سړک دواړو خواوو ته پراته کورونه او پر دې لار تلونکي مسافر د خامه سړک له دوړو ډېر په تکلیف دي.
هغه زیاته کړې: «موږ له قراردادي شرکتونو غواړو یاد سړک چې څومره ژر ممکن وي، په ښه کیفیت، پوره صداقت او امانتدارۍ سره ورغوي.»
نوموړي ویلي، قراردادي شرکتونه د یاد سړک په هغو برخو کې چې د جوړېدو چارې یې جریان لري، دواړو خواوو ته پر فرعي سړکونو د خکلو تګ راتګ پر مهال اوبه واچوي، څو پر دغه لار تلوونکو مسافرو او شاوخوا کورونو ته تکلیف ونه رسېږي.
د خبرپاڼې له مخې، په یادو مراسمو کې د خصوصي سکټور استازو ویلي، د کابل- کندهار لویې لارې په بیارغېدو سره به د هېواد له جنوب څخه مرکز او بیا شمال ته د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د کابل - کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په ۷ برخو وېشل شوې، چې له ارغندې تر دوراني بازار پورې سړک یې ۲۷ کیلومتره اوږدوالی، ۱۱متره پلنوالی او د ۵۰ او ۸۰ مترو په اوږدوالي دوه لوی پلونه او ۶۰ پلچکونه لري چې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ لګښت پرې راځي. دغه سړک د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري په یو کال کې رغول کیږي.»
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










