کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د ایوبي سپورټس کمپلېکس له خوا د کابل غوره لیګ لومړي پړاو پایلوبه له یوې په زړهپورې لوبې وروسته د شاهین هنټرز په بریا پای ته ورسېده.
شاهین هنټرز په پایلوبه کې د کابل زلمي لوبډلې ته د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د شاهین هنټرز لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۲ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې صدیق اتل یو ځل بیا ښه وځلېد او سلیزه یې ووهله؛ هغه ۱۰۳، اعجاز احمد ۳۰ او عبدالمالک ۲۸ منډې جوړې کړې.
د کابل زلمي لوبډلې هم ښه لوبه وکړه خو یاد هدف یې ترلاسه نه شو کړای، زلمیانو په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۸ منډې جوړې کړې او دغه راز شاهین دا پایلوبه د ۱۴ منډو په توپیر وګټله.
د یادې پایلوبې غوره لوبغاړی صدیق اتل د ۱۰۷ منډو او د پایلوبې ښکلی لوبغاړی بیا وسیم اکرم په ۵۰ منډو سره ونومول شو.
د یاد لیګ غوره لوبغاړی شرفالدین اشرف په ۸۵ منډو او ۹ ویکټو سره، غوره توپوهونکی صدیق اتل په ۲۷۶ منډو سره، غوره توپ اچونکی لعل باز په ۱۱ ویکټو سره، د لوبې بدلوونکی یا ګېم چینجر اعجاز احمدزی، غوره ډګر ساتونکی عمران میر او د یاد لیګ ایمرجېنګ لوبغاړی عصمت حبیبي ونومول شو.
د یادولو ده، چې د پنځو لوبډلو په شتون کې یادې سیالۍ د جولای له ۲۴تمې تر اګسټ دویمې دوام وکړ، چې پکې د ملي او کورني کرکټ لسګونه لوبغاړو پکې برخه درلوده.
شاهین هنټرز کابل غوره لیګ د لومړي پړاو سیالیو اتلوالي خپله کړه
کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د ایوبي سپورټس کمپلېکس لخوا د کابل غوره لیګ لومړي پړاو پایلوبه د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د شاهین هنټرز په بریا پای ته ورسېده.
شاهین هنټرز په پایلوبه کې د کابل زلمي لوبډلې ته د ۱۴ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د شاهین هنټرز لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونوکې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۱۲ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې صدیق اتل یو ځل بیا ښه وځلېد او سلیزه یې ووهله. هغه ۱۰۳، اعجاز احمد ۳۰ او عبدالمالک ۲۸ منډې جوړې کړې.
د کابل زلمي لوبډلې هم ښه لوبه وکړه ، خو یاد هدف یې ترلاسه نه شو کړای، زلمیانو په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۸ منډې جوړې کړې او دغه راز شاهین دا پای لوبه د ۱۴ منډو په توپیر سره وګټله.
د یادې پایلوبې غوره لوبغاړی صدیق اتل د ۱۰۷ منډو او د پایلوبې ښکلی لوبغاړی بیا وسیم اکرم په ۵۰ منډو سره ونومول شو.
د یاد لیګ غوره لوبغاړی شرف الدین اشرف په ۸۵ منډو او ۹ ویکټو سره، غوره توپ وهونکی صدیق اتل په ۲۷۶ منډو سره، غوره توپ اچونکی لعل باز په ۱۱ ویکټو سره، د لوبې بدلوونکی یا ګېم چینجر اعجاز احمدزی، غوره ډګر ساتونکی عمران میر او د یاد لیګ ایمرجېنګ لوبغاړی عصمت حبیبي ونومول شو.
د یادولو ده، چې د پنځو لوبډلو په شتون کې یادې سیالۍ د جولای له ۲۴تمې تر اګسټ دویمې دوام وکړ، چې پکې د ملي او کورني کرکټ لسګونه لوبغاړو پکې برخه درلوده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










