Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: له افغانستانه فرانسې او ترکیې ته د «پامیرکولا» صادرات پیل شول

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۲): د ا.ا ویاند ذبيح‌الله مجاهد وايي، د افغاني تولیداتو د صادرولو په لړ کې، تېره ورځ فرانسې او ترکیې ته د «پامیرکولا» صادرات پیل شول.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد پر خپله ټويټرپاڼه (اېکس) فرانسې ته د پامیرکولا د صادراتو په اړه لیکلي: «په دغه بسته‌بندیو کې د مختلفو میوو اوبه، نوشابې او نور هغه تولیدات صادریږي چې په لوړ کیفیت د پامیرکولا په کمپنیو کې تولیدیږي، په دې سره به د هيواد تولیدات لا تقویه شي.»

هغه له پامیرکولا کمپنیو څخه ترکيې ته د صادراتو په اړه وایي: «په دغو موادو کې ټول هغه معیاري او با کیفیته تولیدات شامل دي چې د هېواد صنعتي کمپنۍ يې په خورا ښه سټنډرډ تولیدوي او د هېواد په اقتصادي افق کې يې لوی بدلون راوستی، افغانستان به په صادروونکي هېواد بدلوو.»

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ورته څرګندونې کړې دي.

یادو سرچینو په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.

د راپورونو له مخې، څه باندې يوه مياشت مخکې، ياد وزارت په لومړي ځل امریکا ته د هېواد د انارو جوسو د صادراتو خبر هم ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.