اټلانټا (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان لوبډلمشر حشمتالله شهیدي وايي چې د سریلانکا پر وړاندې یې لوبډلې ښه لوبه وکړه، دوی پر خپلو لوبغاړو ویاړي، بلخوا مشر روزونکي جاناتن ټروټ ویلي چې د لوبې ګټلو شرایط سم نه وو ورته په ډاګه شوي.

د کرکټ اسیایي جام سیالیو په لړ کې سریلانکا نن افغانستان ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لار پیدا کړه او افغانستان له دغو سیالیو ووت.

سریلانکا افغانستان ته د ۲۹۲ منډو هدف ورکړی و؛ افغانستان هم ښه لوبه وکړه او په ۳۸ اورونو کې یې ۲۸۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د دوو منډو په توپیر وبایلله.

د لوبې ډېری مینهوال د پرلهپسې ماتو له امله د افغانستان پر لوبډلمشر او روزونکو نیوکې کوي خو لوبډلمشر نن له لوبې وروسته وویل چې لوبډلې یې ښه لوبه وکړه او دی پرې ویاړي.

هغه زیاته کړه: «ناهیلی شو، خو موږ سل سلنه هڅه وکړه چې لوبه وګټو، بیا هم پر خپلو لوبغاړو ویاړم، دوی ډېره ښه لوبه وکړه او تر وروستي باله پورې یې مقابله وکړه.»

شهیدي وویل چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې لوبډله په یوه ورځنیو نړۍوالو لوبو کې ښه ځلېږي خو په وروستیو څو لوبو کې یې بریا نه ده خپله کړې.

د هغه په وینا، اوس نړۍوال جام ته روان دي، له دې سیالیو یې ډېر څه زده کړي.

بلخوا، له لوبې وروسته د افغانستان مشر روزونکي جاناتن ټروټ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ماتې کوم ځانګړی دلیل نه و، هر یوه خپله برخه ادا کړه.

هغه زیاته کړه، راشد او مجیب ښه توپاچونه وکړه، خو دوی باید نور هم پر خپل بالینګ پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل چې د اسیایي جام سیالیو مسوولینو او لوبڅارانو له خوا دوی ته د لوبې د ګټلو او بایللو په اړه شرایط او معلومات نه وو ورکړل شوي.

دی وایي: «موږ ته یوازې دومره ویل شوي وو چې په ۳۷،۱ اورونو وګټل شي خو د لوبې په وروستیو کې ۳۸،۱ یو اورونه په ډاګه شول.»

مشر روزونکي ومنله چې په دې سیالیو کې یې ځینو لوبغاړو سمه لوبه ونه کړه، لکه څنګه چې په کار وه، پر دې نتیجو ټول ناهیلي دي.

بلخوا د کرکټ افغان مبصر او ژورنالېست جعفر هاند ویلي، افغانستان باید له سريلانکا سره د دې لوبې پر څاروونکو او مقاماتو عريضه وکړي چې ولې د لوبې ګټلو دقيقه محاسبه یې ورته په وخت سره نه وه سپارلې.

هغه پر فېسبوک لیکلي، کرکټ بورډ باید هغه مسوولین هم جدي وپوښتي چې کم له کمه په ټلوېزیون کې یې د لوبڅارانو دا خبرې نه اورېدې چې چیغې یې وهلې: «که افغانستان د ۳۸م اورو تر څلورم توپ پورې هم شپږیزه ووهي، بل راونډ ته وتلای شي......»

د هغه په وینا، د افغان لوبغاړو دا ښکلې لوبه پر سیند د لاهو کېدو نه وه.