ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نصیراحمد فایق وایي، د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د افغانستان استازیتوب کوي

نصیراحمد فایق وایي، د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د افغانستان استازیتوب کوي

author avatar
22 Sep 2023 - 01:23
نصیراحمد فایق وایي، د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د افغانستان استازیتوب کوي
author avatar
22 Sep 2023 - 01:23

اټلانټا (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): په ملګرو ملتونو کې د تېر جمهوري حکومت د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وایي چې د دغه سازمان په کلنۍ عمومي غونډه کې یې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی دی.
له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې په دې غونډه کې د افغانستان څوکۍ خالي ده او په استازولۍ یې څوک نشته.

خو نصیراحمد فایق بي‌بي‌سي ته ویلي چې د افغانستان په استازیتوب یې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډه او حاشیوي ناستو کې ګډون کړی دی.
هغه زیاته کړې، راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه ځانګړی ناسته لري او دی به په کې د افغانستان په استازیتوب ګډون ولري.
نږدې دوه کاله مخکې کله چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي غلام اسحاقزي له خپلې دندې استعفا وکړه، پر ځای يې فایق وګومارل شو چې لا هم په دغه سازمان کې د افغانستان رسمي‌ استازی بلل کېږي.
فایق وايي، د ملګرو ملتونو د پروتوکول له مخې د افغانستان د استازي‌ نوم ځکه د ویناوالو په پای کې راوړل شوی چې په لومړي سر کې «د هېوادونو ولسمشران، لومړي وزیران، بهرنیو چارو وزیران او بیا په پای کې دایمي‌ استازي خبرې کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت دوه کاله وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون په موخه یو لیک استولی و او په قطر کې د خپل سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین یې د استازي په توګه معرفي کړی و خو د ملګرو ملتونو له خوا دا غوښتنه رد شوې وه.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو چې هر کال کېږي، د نړۍ مشران راټولېږي او تل‌پاتې پراختیايي هدفونو ته د رسېدو لپاره خپلې ژمنې تازه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.