منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«د روان میلادي کال تېرو نهو میاشتو کې په هېواد کې ۱۸ زره کسان پر کرونا اخته شوي»

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۶۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۲): عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان ميلادي کال په نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۸زره کسان پر کووېډ -۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې ۹۷ کسان مړه شوي دي.

د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه په ۱۳۹۹ کال کې د چین په وهان ښار کې ثبت شوه چې له وروسته دغه ویروس نږې په ټوله نړۍ کې خپور، په سلګونو میلیونه کسان پرې اخته او څه باندې څلور میلیونه کسان یې له امله مړه شول.

د پژواک د راپور پر بنسټ، عامې روغتیا وزارت د سږ کال په وري میاشت کې ویلي و چې د دغه ویروس له خپرېدو د روان کال د وري میاشتې په ۱۴مې په هېواد کې پر دې ناروغۍ ۲۱۰زره کسان اخته او اته زره نور ترې مړه شوي دي.

روغتیا وزارت: د سږ مېلادي کال په ۹ میاشتو کې هېواد کې ۱۸ کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان نن د تلې نهمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان مېلاد کال له پیله تر نن پورې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰زره کسان پر کرونه ویروس اخته شوي چې له دې منځه ۹۷ کسان ترې کړه شوي دي.

هغه وویل چې د دغه ناروغۍ تر ټولو ډېر مثبتې پېښې په کابل او هرات ولایتونو کې ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د روغتیا برخې مرستندویه بنسټونه بنسټونه اوس هم له کرونا ویروس سره د افغانستان د عامې روغتیا د مبارزې برخې سره مالي مرستې کوي.

په ورته مهال، د کابل په انتاني روغتون کې ټرېنر او متخصص ډاکتر فریدالله عمري پژواک ته وویل اوس هم په هېواد کې د کرونا ویروس شته او پر دې ناروغۍ اخته کسان هره ورځ دغه روغتون ته مراجعه کوي.

هغه زیاته کړه: «په دې وروستیو په ځانګړې توکه د تلې میاشتې په لومړیو کې د کووېډ -۱۹ ناروغان شمېر ډېر شوی او هغه کسان چې موږ ته مراجعه کوي، پر یو ډول سینه‌وبغل اخته وي خو د لازمو معایناتو وروسته یې نتیجه نتیجه مثبته کرونا وي.»

خو د هغه په خبره، دغه ناروغان بستر ته اړتیا نه لري؛ ځکه چې وضعیت یې خراب نه وي.

سرچینه زیاتوي: «دغه ناروغان چې پر کووېډ-۱۹ اخته شوي، عادي سینه‌وبغل تېرويد نو له همدې امله بستر ناروغان نه لرو.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا