منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سوریې پر یوې پوځي اکاډمۍ د هوايي برید له امله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په سوریه کې پر یوې پوځي اکاډمۍ د بې‌پیلوټه الوتکې برید له امله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا هوايي برید په دغه پوځې اکاډمۍ کې د افسرانو د فراغت د مراسمو پرمهال شوی.

سرچینه زیاتوي، چې برید له یادو مراسمو څخه د سوریې د دفاع وزیر له وتلو څو شېبې وروسته شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د سوریې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د حمص ولایت په مرکز کې پر دغو مراسمو د برید پایله کې نظامي او غیرنظامي کسان وژل شوي دي.

 سرچینې د سوریې د دفاع وزارت له قوله زیاته کړې: «ترهګرو ډلو له بې‌پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی».

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په ورته مهال، سرچینې د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان له قوله لیکلي چې په دغه برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د سوریې دولت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د برید قربانیانو ته درناوي په موخه ‎درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه