منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:07 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
ټولنهغړي

د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ټولولو لړۍ پيل شوه

· 3 دقیقې لوستل · 354 کتنې · تازه شوی

جلال‌اباد، فراه زرنج (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستو ټولولو په دوام په ننګرهار، غور او نیمروز ولایتونو کې هم د مرستو ټولو لړۍ پيل شوه.

ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو د هرات، بادغيس او فراه ولايتونو زلزله‌ځپلو کورنيو سره د مرستو ټولولو کمپاين پیل کړ.

دغه راز، يادو ځوانانو په ننګرهار کې له درمل پلورونکو د درملو راټولولو لړۍ هم پيل کړه چې دغه ټولې مرستې به د يو ميکانيزم له لارې هرات ولايت ته ولېږدول شي.

د مرستې ټولولو دغه کمپاين کې نن د تلې په ۱۷مه د جلال‌اباد ښار په څلور لارو کې خیمې درول شوې او خلک د هرات زلزله‌ځپلو سره مرسته کولو ته هڅوي.

د مرستو ټولولو د دغه کمپاين يو تنظيموونکي خبيب اميري پژواک ته وويل، هرات ولايت کې چې د زلزلې له امله کوم انساني ناورين رامنځته شوی او هېوادوال له ستونزو سره مخ دي، د هغوی د لاسنيوي په موخه يې دا لړۍ پيل کړه.

هغه زياته کړه، د مرستو ټولولو لپاره د جلال‌اباد ښار بېلابېلو سيمو کې خیمې درول شوې او له خلکو مرستې ټولول کېږي.

دی زياتوي، دغه راز يوه ډله ځوانان د دې لپاره هم ګمارل شوي چې جلال اباد ښار کې درمل پلورونکو او په ځانګړي توګه د درملو عمده پلورونکو باندې وګرځي او له هغوی څخه درمل راټول کړي چې دا لړۍ به هم درې ورځې دوام وکړي.

د دغه کمپاین يو بل تنظيموونکي حيات‌الله حميدي هم پژواک ته وويل: «موږ په دې مرستو نه د هرات د زلزلې شهيدان ژوندي کولای شو، نه د خلکو زخمونه مرحم کولای شو، خو په دې کار سره له دوی سره په غم کې ځانونه شریک ګڼو.»

د یو بل خبر له مخې د نیمروز اوسېدوونکو هم پرون د دغه ولایت په مرکز زرنج کې د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستو راټولو لړۍ پيل کړه.

د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر عبیدالله نورزي وویل چې تر اوسه يې پنځه میلیون ۸۸۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ راټولې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې له دې جملې یونیم میلیون افغانۍ عامو خلکو او نورې د زرنج جامع جومات کمېټې، سوداګرو، نفتي موادو ټولنې، ټرانسپورټي او سیاحتي شرکتونو، د خصوصي روغتونونو اتحاديې او ځينو نورو ارګانونو له خوا مرسته شوې ده.

د زرنج ښار مرکزي جامع جومات خطیب مولوي عزیزاحمد خطیبي پژواک ته وویل چې پرون د شریف جامع جومات شورا، عامو خلکو او د دغه ولایت د رضاکارو ځوانانو په نوښت د هرات ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په موخه د چندې راټولو خېمه درول شوې ده.

هغه زیاته کړه چې تر پرون ماښام پورې یونیم میلیون افغانۍ، یوه اندازه البسه، فرشونه، کمپلې، خوراکي توکي راټول شوي او نن د ټاکل شوې کمېټې له خوا هرات ته ولېږل شول.

د د غور په مرکز فېروزکوه کې هم هم یو شمېر ځوانانو نن د هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستو راټولولو لړۍ کړې او له خلکو یې غوښتي چې مرسته ورسره وکړي.

بلخوا د فراه ولایت د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست وایې چې د دې ریاست د لوري د هرات زلزله ځپلو سره د خیمو او کمپلو مرسته وشوه.

د یادونې ده چې زلزله‌ځپلو ته د مرستو د تنظیم کمېسيون رییس مولوي شراف‌الدين مسلم چې د ریاست‌الوزراء د هدایت پر اساس یې دغه ولايت ته سفر کړى، رسنیو ته یې ویلي چې تر اوسه په دې پېښه کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي او له ۲۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي چې د هغه په ​​وینا کېدای شي د تلفاتو په شمېر کې بدلون راشي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق نن کابل کې خبري ناستې ته وویل چې پاکستان کې مېشتو افغان سوداګرو، پاکستاني سوداګرو او د دغه هېواد خیریه بنسټونو د هرات له زلزله‌‌ځپلو سره ۳۱ میلیونه پاکستانۍ کلدارو مرسته کړې.

هغه وویل چې په زلزله‌ځپلو سیمو کې د نادرکه شوو کسانو موندنې لا هم دوام لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

یوسف ظریفي، شیما صدیقي
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول ټولنه
ټولنه

اسلام‌اباد کې د ورځپاڼو وېش درېدلی؛ رسنيز فعالان: د پاکستان رسنۍ د سقوط له حالت سره مخ دي

ټولنه

د کابل په پغمان کې نږدې ۱۲۲ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

ټولنه

ملګري ملتونه: راروان ژمی به په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي

ټولنه

د ا.ا د مشر فرمانونو په اړه د څلور زره کسانو په ګډون لوی کنفرانس جوړېږي

ټولنه

د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو مالکان د قسطونو تحویلۍ ته وروستی فرصت غواړي

ټولنه

د جلال‌باد د انګورباغ د ځمکې په تړاو د سترې محکمې وضاحت

ټولنه

کابل کې د «صنایع سبز» صنعتي ښارګوټي پانګه‌والو ته د کور او ښار جوړولو وزارت خبرداری

ټولنه

بلخ کې ۲۵۰ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه