ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر غزه د اسرائیل هوایي بریدونه لا هم روان دي؛ جګړه کې تر اوسه ۱۲۰۰ اسرائیلیان او نږدې زر فلسطینیان وژل شوي

پر غزه د اسرائیل هوایي بریدونه لا هم روان دي؛ جګړه کې تر اوسه ۱۲۰۰ اسرائیلیان او نږدې زر فلسطینیان وژل شوي

author avatar
11 Oct 2023 - 17:08
پر غزه د اسرائیل هوایي بریدونه لا هم روان دي؛ جګړه کې تر اوسه ۱۲۰۰ اسرائیلیان او نږدې زر فلسطینیان وژل شوي
author avatar
11 Oct 2023 - 17:08

اټلانټا (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): وروسته له هغه چې د فلسطین حماس ډلې پر اسرائیل بریدونه پیل کړل، په جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان او تر زر ډېر فلسطینیان وژل شوي او د دواړو لورو زرګونه کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس ډلې د تېرې شنبې ورځ (د تلې ۱۵مه) سهار وخته پر اسرائیلو د هوا، ځمکې او بحر له لارو بریدونه وکړل.

د ترکیې انادولو اژانس د تلې په ۱۹مه خبر ورکړی چې اسرائیل نن په پنځمه ورځ هم پر غزې بمباري روانه ساتلې او ۱۲۵ هدفونه یې په نښه کړي دي.

دغه اژانس د حماس ډلې د مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې اسرائیلي الوتکې پوهنتونونه، روغتونونه او کلینیکونه هم بمباروي چې له امله یې روغتیایي کارکوونکو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

بلخوا خپلواکو سرچینو خبر ورکړی چې په دې جګړه کې تر اوسه ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او ۲۹۰۰ نور ژوبل شوي دي.

دغه راز د فلسطین سرې میاشتې ویلي چې په اسرائیلي بمباریو کې د ښځو او ماشومانو به ګډون نږدې زر فلسطینیان هم وژل شوي او پنځه زره نور ټپیان دي.

د فلسطین په غزه کې روغتیایي مسوولینو ویلي چې په وژل شوو کسانو کې ۲۶۰ ماشومان او ۲۰۰ ښځې شاملې دي او ټپیانو کې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

د راپورونو له مخې، په اسرائیل کې درې امریکایي وګړي هم وژل شوي دي.

بلخوا ملګرو ملتونو ویلي، په غزه کې لږ تر لږه ۲۶۰ زره وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او اروپايي ټولنې له غزې د ملکي خلکو خوندي وتلو لپاره د “بشردوستانه دهلېز” پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

اسرائیل له ۲۰۰۷ کال راهیسې کله چې د حماس ډله واک ته ورسېده، غزه تر سختې محاصرې لاندې نیولې ده، د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ مرګونې نښتې د تېر کال په لومړیو کې پیل شوې؛ په دې لړ کې دواړه لوري وخت ناوخت پر یو بل بریدونه کوي.

Views: 136

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.