Language

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت آب‌بند ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښه له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د آب‌بند ولسوالۍ اړوند سپین‌بند سیمه کې د کرولا ډوله او مازدا موټرونو ترمنځ شوې ده.

سرچینې لیکلي، په دې پېښه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو په ګډون درې نور ټپیان دي.

د غزني امنیه قومانداني د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي دي.

له تېرې ورځي راهیسې دا درېیمه ترافیکي پېښه ده چې د غزني ولایت اړوند سېمو کې رامنځته کېږي.