ژبه

کابل کې د اوزلوبې ليګ پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): کابل کې د هېواد په کچه د افغانستان بزکشۍ یا اوزلوبې لیګ پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې چې په کې د بېلابېلو ولایتونو لوبغاړو برخه اخیستې ده.

د یادو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل ښار په یکه‌توت سیمه کې پیل شوې، د ریاست‌الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ګډون یو شمېر دولتي چارواکو، لوبغاړو او د بزکشۍ مینه‌والو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي، په دغو سیالو کې د کندهار، پنجشېر، تخار، سمنګان، لوګر، بدخشان، کندوز، بلخ، باميان او ميدان‌وردګو ولایتونو د بزکشۍ لوبډلو برخه اخیستې ده.

د المپیک ملي کمېټې ریيس مولوي احمدالله وثیق د یاد ليګ په پرانیست غونډه کې وویل په روان کال کې افغان لوبغاړو په ۶۰ مختلفو نړۍوالو لوبو کې ګډون کړی او ښې لاسته راوړنې يې درلودې.

نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد په کچه واليبال ليګ هم پيل شي.

په ورته وخت کې د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې اسلامي امارت د اسلامي شريعت په رڼا کې د ملي او نړۍوالو لوبو ودې ورکولو ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت هوډ لري چې په هېواد کې د ورزش سربېره ټولو ملي او عنعنوي دودونو ته وده ورکړي. اسلامي امارت له دودیزو ورزشونو ملاتړ کوي او ورزش کولای شي چې ځوانان له نشه‌یي توکو او نورو ناوړه کړنو راوګرځوي.»

نوموړي له لوبغاړو سره د هراړخیزو همکاریو ډاډ هم ورکړ.

د یادونې ده، د بزکشۍ دغه پړاو سیالۍ به د لسو ورځو لپاره دوام وکړي.

[/restrict]