جلالاباد (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار د کليو پراختیا او بيارغونې رياست مسوولين وايي، روان ۱۴۰۲ لمريز کال يې په دغه ولايت کې د ۱۱۳۶ ميليون افغانيو په لګښت د ګڼو پروژو کارونه پيل کړي چې له ډلې یې یو شمېر پروژې بشپړې شوې دي.

د دغه رياست مسوولین وايي، په يادو پروژو کې د څښاک اوبو رسولو شبکو، سړکونو، کانالونو، پلیو لارو او ويالو بيارغونه او جوړول شامل دي.

د ننګرهار د کليو پراختيا او بیارغونې رييس مولوي قسمتالله مبارز چې نن (د سلواغې ۱۷مه) يې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه جوړ شوي خبري کنفرانس کې خبرې کولې، د خپلې ادارې فعاليتونو په تړاو يې له خبريالانو سره معلومات شريک کړل.

نوموړي وویل، روان کال یې په دغه ولایت کې د ۴۳۳ ميلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۲۱ شبکو جوړولو کارونه پيل کړي چې له ډلې يې ۴۷ بشپړې شوې او پر نورو يې کار روان دی.

هغه زياته کړه چې دغو پروژو کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او په بشپړېدو به یې شاوخوا ۳۹ زره کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شي.

د مبارز په خبره، د دې ترڅنګ یې د نړۍوال بانک د ۷۰۳ میلیون افغانیو په لګښت په پچیراګام، رودات، مومندرې او کوټ ولسوالیو کې هم ۵۲۱ بېلابېلې پروژې ترسره شوې چې ګڼې اسانتياوې يې د سيمې اوسېدونکو ته رامنځته کړې دي.

د نوموړي معلوماتو له مخې، په يادو پروژو کې د ۳۵ کيلومتره استنادي دېوالونو، ۱۰۶۷ پلچکونو او ۹۰۰ متره په اوږدوالي سړکونو بيارغونه شامل دي او ۳۲ زره کسانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه چې روان کال یې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې په دغه ولایت کې له نږدې ۱۳۲ زره بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې هم شوې دي.

نوموړي وويل: «له ولس سره د بېلابېلو موسسو په همکارۍ مو تر دې مهاله ۱۳۰ زره او ۷۱۵ کورنیو ته مرستې وېشلې دي.»

نوموړي زیاته کړه، د مالیې وزارت د نږدې ۵۷ ميليون افغانیو په لګښت ننګرهار کې یو شمېر نیمګړې پروژې هم بشپړې کړې دي.

د کليو پراختیا او بيارغونې رييس دغه راز وويل، را روان کال هم د ورته نورو پروژو لپاره پلانونه جوړ شوي او هڅه کېږي چې تر ډېره په دغو پروژو کې اوزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.