<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډله نن له میانمار سره دوستانه لوبه ترسره کوي.</p>
<p style="text-align: justify;">د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، یاده سیالي د میانمار په کوربهتوب د افغانستان پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیلېږي.</p>
<p style="text-align: justify;">د یادونې ده، له یادې سیالۍ مخکې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ټایلنډ په کوربهتوب د څلورو هېوادونو ترمنځ فوټسال سیالیو کې برخه واخیسته او په دغو لوبو کې یې درېیم مقام ترلاسه کړ.</p>