ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې ځينې ښځې چې د شاقه‌ کارونو له امله د ملا پر درد اخته دي، د وړیا درملنې غوښتنه کوي

غور کې ځينې ښځې چې د شاقه‌ کارونو له امله د ملا پر درد اخته دي، د وړیا درملنې غوښتنه کوي

author avatar
7 Jul 2024 - 21:13
غور کې ځينې ښځې چې د شاقه‌ کارونو له امله د ملا پر درد اخته دي، د وړیا درملنې غوښتنه کوي
author avatar
7 Jul 2024 - 21:13

فېروزکوه (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): غور کې ځينې ښځې وایي، د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ له امله مجبورې دي څو د خپلو کورنیو اعاشې برابرولو لپاره شاقه کارونه وکړي چې له امله یې د ملا پر درد اخته شوې او د خپلې درملنې وس نه لري.

په دغه ولایت کې ښځې د اقتصادي ستونزو او د کورنۍ نارینه‌وو د له لاسه ورکولو له امله مجبورې شوې دي چې د خپل ژوند لګښتونو برابرولو لپاره خښتو وهلو، په کرنیزو ځمکو او د خلکو کورونو کې کار کولو، غالۍ اوبدنې او خیاطۍ ته مخه کړي.

‎‎فېروزکوه ښار کې یوه ۲۹ کلنه کونډه فرشته وایي: «درې کاله کېږي چې د خپلې کورنۍ لګښتونو برابرولو لپاره مجبوره شوې یم چې هره ورځ له سهاره تر ماښامه په ځمکو کې خېشاوه وکړم، بزګر راته د ورځې لږ ترکاري او ۱۰۰ افغانۍ راکوي.»

د هغې په خبره، خاوند یې په یوې ترافیکي پېښه کې مړ شوی او هغې د خپلو اولادونو مسوولیت په غاړه اخیستی چې ځيني وخت د خلکو په کورونو او ځيني وخت په ځمکو کار کوي.

هغه وایي: «د خپلو اولادونو د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره روزمره د خلکو کورونو ته ځم او هلته کالي مینځم، د اوبو ۲۰ لېتره بوشکې راوړم، د اوبو ذخیره ډکوم او ځيني وخت په ځمکو کې کار کوم، یو کال کېږي چې د ملا درد راته پیدا شوی، د ډېره درده د شپې خوب نه لرم.»

نوموړې وویل چې د ډاکټرانو تشخیص ته په کتو اوږدمهاله درملنې ته اړتیا لري خو د درملنې وس نه لري؛ ځکه یوازې دومره عاید لري چې د خپلې کورنۍ نفقه پوره کړي.

فرشته وایي: «زما غوښتنه دا ده چې د سترګو د ډاکټرانو په څېر چې په وړیا ډول درملنه کوي، همداسې دې د ملا د درد ډاکټران هم راولېږي څو زموږ د ملا درد ته رسېدنه وشي؛ ځکه د خپلې درملنې وس نه لرو.»

ورته وخت کې، غور کې یوه بله ۳۴ کلنه مېرمن نازنین وایي چې د شاقه‌ کارونو له امله د ملا پر درد اخته شوې ده.

هغه د درملنې لپاره دوه ځله کابل ته تللې خو د اقتصادي ستونزو له امله نه ده توانېدلې چې خپل درمل پوره واخلي او خپلې درملنې ته دوام ورکړي، روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی.

هغې زیاته کړه: «په لومړي ځل چې ډاکټر ته لاړم اېم‌ار‌ای مې وکړ ډاکټر وویل: ملا دې باید عملیات شي. د عملیات پیسې نه لرم، له درملو سره ښه یم، موږ مالدار یو، کار مو اسانه کار نه دی.»

دغه ولایت کې یوه بله ۳۹ کلنه مېرمن نوریه چې د خښتو په بټۍ کې کار کوي، هم د ملا له درده شکایت لري او وایي، فقر او بې‌وزلۍ مجبوره کړې څو دغه کار ترسره کړي.

هغې وویل: «سهار ځم تیاره شوې خاوره د خښتو په قالب کې اچوم، وروسته یې په داش کې اېږدم څو پخه شي او له هغه وروسته یې بېرته راباسم.»

هغې زیاته کړه: «زما اقتصادي وضعیت ښه نه دی، له کوم وخته چې مې خاوند مړ شوی اووه کاله کېږي چې کار کوم، خښتې وهم، خټګري مې وکړه څو اولادونه مې لوی شي او زما ملاتړي شي.»

نوریه هم د خپلې درملنې وس نه لري، له حکومت او موسسو غوښتنه کوي چې دې او نورو بې‌وزلو ښځو ته د وړیا درملنې زمینه برابره کړي.

ډاکټران د شاقه کارونو ترسره کول، د مناسب غذایي رژیم نشتوالی او اقتصادي ستونزې د ملا د درد لاملونه بولي.

فېروزکوه ښار کې یوه خصوصي روغتون کې د داخلې یوه ډاکټر عبدالاحمد نوري وویل، د شاقو کارونو ترسره کول، د مناسب غذایي رژیم نشتوالی او اقتصادي ستونزې په ښځو کې د ملا د درد عمده لاملونه دي.

هغه وویل: «له بده‌مرغه د ورځې له پنځو تر اووه ښځې ‎که هغه میندواره وي او که نه وي، موږ ته مراجعه کوي چې ټولې یې د ستون فقرات او پښو له دردونو شکایت کوي او دا ناروغي په ښځو کې ډېره ده.»

هغه سپارښتنه وکړه چې له شېدو، مستو، ترکاري، مېوې او نورو مقوي خوړو څخه په استفادې د دې ناروغۍ پر وړاندې ځان وقایه کړئ.

ورته وخت کې، د غور د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالستار موفق پژواک ته وویل، په دولتي روغتیایي مرکزونو کې په شته امکاناتو سره هڅه شوې چې ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شي.

هغه وویل: «زموږ ټول ډاکټران شپه او ورځ په مرکز او ولسوالیو کې خلکو، په ځانګړي ډول ښځو ته په خدمت کولو بوخت دي، که څه هم امکانات کم دي، خو بیا هم هڅه کېږي چې دې ستونزې ته رسېدنه وشي.»

Views: 122

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.