غزني ښار (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د غزني بدني روزنې او ورزش ادارې مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر حاجي بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ یوه میاشت مخکې د غزني په مرکز کې پیل شوې وې.

نوموړي وویل، د یادو سیالیو په پای لوبه کې اتحاد لوبډلې فروشګاه لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي ترلاسه کړه.

مجاهد زیاته کړه: «له دغو سیالیو څخه موخه والیبال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول، هڅول، له نشهيي توکو څخه لرې ساتل او د هغو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول وو.»

دغهراز، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي ضمیر پژواک ته وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د والیبال لوبغاړو ترمنځ اړیکي او تجربې پياوړې کړي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د غزني د والیبال لوبغاړو ته باید معیاري ډګرونه جوړ او نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم په غزني کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د دوستۍ تر نامه لاندې د والیبال جام سیالۍ ترسره شوې وې.