Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د حيرتان رېل‌پټلۍ د ګټې اخيستنې، حفظ او مراقبت تړون پر نوي کېدو هوکړه وشوه

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وایي، د دغه وزارت تخنیکي پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره په ليدنه کې د حيرتان اوسپنيزې کرښې د ګټې اخيستنې، حفظ او مراقبت تړون پر غځولو هوکړه کړې ده.

د ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې تېره اونۍ د دغه وزارت تخنیکي پلاوي ازبکستان ته د حيرتان بندر اړوند رېلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي، ياد تخنيکي پلاوي د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره مفصل او بريالي مذاکرات ترسره کړل چې د دوه اړخیزې همکارۍ په پايله کې د حيرتان له اوسپنيزې کرښې د ګټې اخيستنې قرارداد پر غځولو موافقه وشوه.

سرچينې لیکلي، د اوزبکستان هېواد (سوګديانا ټرانس) کمپنۍ حيرتان بندر کې د ګټې اخيستنې، ساتنې او څارنې برخو کې خدمات وړاندې کوي چې له يادې کمپنۍ سره د قرارداد موده پای ته رسېدلې وه.

ټولګټو وزارت لیکلي، ټاکل شوې له يادې هوکړې وروسته د افغانستان او ازبکستان هېوادونو اړوندو لوړپوړو مسوولينو له خوا د حيرتان اوسپنیزې کرښې د ګټې اخیستنې او حفظ و مراقبت تړون د راتلونکو دوو کلونو لپاره نوی شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.