کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د روسیې ولسمشر د عیسویانو د اختر په مناسبت په اوکراین کې د ۳۰ ساعتونو لپاره د اوربند اعلان کړی دی.

د بيبيسي د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه لنډمهالی اوربند له خپل لوی درستیز والېري ګېراسیموف سره د لیدنې پر مهال اعلان کړی دی.

پوتین ویلي، دغه ۳۰ ساعته اوربند یې د عیسویانو د اختر په مناسبت اعلان کړی چې له تېر ماښام راهیسې پيل شوی او تر نن (یکشنبې) ماښامه به دوام وکړي.

خو هغه ویلي چې روسي ځواکونه به د هر ډول شونې سرغړونې پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره چمتو وي.

بل پلو، د اوکراین ولسمشر ولودیمير زلېنسکي ويلي چې کیېف به اوربند ته درناوی وکړي، خو مسکو یې پر ماتولو تورن کړی دی.

هغه ویلي: «زموږ کړنې متقابلې دي او همداسې به وي، د ۳۰ ورځني بشپړ او بېشرطه اوربند وړاندیز لا هم پر مېز پروت دی، د دې ځواب باید مسکو ورکړي.»

زلېنسکي ويلي، اوکراین چمتو دی چې اوربند د اپرېل له ۲۰مې وروسته هم وغځوي.

له دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د ارتوډوکس کریسمیس پر مهال د اوربند هڅه شوې وه، خو دواړو خواوې هوکړې ته ونه رسېدې او اوربند ناکام شو.

د روسیې او اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبروروۍ په ۲۴مه پیل شوه؛ اټکل کېږي چې په دې جګړه کې سلګونه زره کسان چې ډېری یې سرتېري دي، وژل او ټپیان شوي دي.