منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۳ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان له زندانونو ۴۷ نور افغانان ازاد شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۲۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۴۷ نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر دوو ورځو بندیان وو.

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږل شول.

خو د کډوالو چارو وزارت نه دي ويلي چې دا مهال پاکستان کې څومره افغانان بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غويي میاشتې په ۶ مه هم ۹۸ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.