کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي چې د پهلوانۍ ۱۲ کسیزه ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ایران ته لاړه.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د پهلوانۍ ملي فدراسیون ۱۲ کسیزه لوبډله د «تختي جام» په نوم ۴۵م پړاو نړۍوالو سیالیوکې د ګډون په موخه د ایران اصفهان ښار ته لاړه.
سرچینې لیکلي، یادې سیالۍ د رواني غویي میاشتې په ۱۷مه د ایران په کوربهتوب پیلېږي چې د افغانستان سربېره به د نهو هېوادونو لوبغاړي په کې ګډون ولري.
د راپورونو له مخې، په دغو سیالیو کې به د افغانستان سربېره د ایران، روسیې، هند، ترکمنستان، قرغیزستان، عراق، هالنډ او اذربایجان لوبغاړي ګډون ولري.
د یادونې ده، یادې سیالۍ به د روانې غویي میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP