منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:02 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي تېره شپه په یو ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.

· 1 دقیقه لوستل · 265 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي تېره شپه په یو ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.

د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي تېره شپه د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته تللی دی.

په راپور کې راغلي، عراقچي به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د سیمه‌ییزو او نړۍوالو پرمختګونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزیر به په دې یو ورځني سفر کې د نورو چارواکو ترڅنګ د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره هم لیدنې ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال اسلام‌اباد ته سفر کوي چې د پاکستان او هند اړيکې، د روانې (غویي) میاشتې په درېیمه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیان تر وسله‌وال برید وروسته – چې ۲۶ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول – ترینګلې شوې دي.