Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هند او پاکستان سوداګریزې سیالۍ د غویي میاشتې په ۲۷مه بېرته پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د هند او پاکستان شل اووریزه سوداګریزې سیالۍ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو له امله ځنډېدلې وې، د روانې غویي میاشتې په ۲۷مه نېټه بېرته پیلېږي.

وروسته له هغې چې د پاکستان او هند ترمنځ د پوځي نښتو له امله د تېرې پنجشنبې په ورځ د مې په اتمه د پاکستان او هندوستان د کرکټ سوداګریزې سیالۍ وځنډول شوې، اوس تازه پاکستاني رسنۍ ډان‌نیوز په یوه راپور کې لیکلي، د پاکستان شل اووریزه سوداګریزې (PSL) سیالۍ د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه بېرته پیلېږي.

سرچینې لیکلي، د یاد لیګ اته سیالۍ پاتې دي چې د مې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به د راولپنډۍ په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

په راپور کې راغلي، د دغه لیګ ټولې لوبډلې له خپلو بهرنیو لوبغاړو سره په اړیکه کې دي څو بېرته پاتې لوبو ته پاکستان ته ورشي او که چېرې بهرني لوبغاړي دغو لوبو ته ور نشي نو پر ځای به یې د پاکستان کورني لوبغاړي ولوبول شي.

ورته مهال، د کرکټ مشهورې ویب‌پاڼې «ESPNcricinfo» په یوه راپور کې ویلي، د هند کرکټ‌بورډ تېره شپه اعلان وکړ چې د دغه هېواد سوداګریزې «IPL» سیالۍ به د روانې مې میاشتې په ۱۷مه پیل شي او د راتلونکی جون میاشتې په درېیمه به یې پای لوبه ترسره شي.

سرچینې زیاته کړې، د دغو سیالیو د بیا پیل وروسته به ټولې ۱۷ لوبې د هند په شپږو لوبغالو بنګلو، جیپور، ډیلي، لکنو، ممبۍ او احمداباد کې ترسره شي.

د پنجاب کینګر او ډیلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ لوبه چې د مې په اتمه له لومړۍ پاڼې وروسته په نیمایي کې لغوه شوې وه، د مې په ۲۴مه نېټه به بیا ځلي ترسره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.