کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امريکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه یو مثبت اقدام، له شته حقایقو درک او په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي چاپېریال د ښهوالي تایید بولي.
تېره ورځ د امریکا د کورني امنیت وزیر اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د لنډمهال خوندیتوب وضعیت (TPS) د روانې زېږیزې میاشتې له ۲۰مې پای ته رسېږي او دا پرېکړه به د جولای تر ۱۲مې عملي شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، اسلامي امارت د امريکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه یو مثبت اقدام او د شته حقایقو درک بولي چې په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي چاپېریال د ښهوالي تایید کوي.
هغه لیکلي. دا د اسلامي امارت له اړخه د هېوادني امنیت، اقتصاد او نورو برخو په لړ کې د مثبتو لاستهراوړنو په هکله یو څرګند اعتراف دی.
بلخي زیاته کړې، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان د ازاد تګ راتګ حق لري. د ا.ا.ا له متحده ایالتونو او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو په اړه چې نور په کوربه هېواد کې د پاتې کېدو شرایط نه پوره کوي، د رغنده خبرو اترو لپاره چمتووالی څرګندوي.
د هغه په خبره، اسلامي امارت د داسې دوه اړخیزو میکانیزمونو او خپلو اتباعو ته د قونسلي خدماتو پر اهمیت ټینګار کوي چې له منل شوو معیارونو سره سم د پېچلتیاوو مخنیوی وکړي، د ملي امنیت اندېښنو ته ځواب ووایي او د راستنېدونکو اتباعو عزت او حقوق تضمین کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP