کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): د شطرنج نړۍوال فدراسیون وایي، په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د شطرنج لوبې پرمختګ کړی او د دې لوبې په ځنډېدو یې خواشیني څرګنده کړې ده.
په داسې حال کې چې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ویاند د تېرې یکشنبې په ورځ رسنیو ته ومنله چې شطرنج لوبه د یو شمېر ملاحظاتو له امله ځنډول شوې، په اړه یې د شطرنج نړۍوال فدراسیون پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دغه فدراسیون د شطرنج لوبې د ځنډولو په اړه د افغان حکومت د پرېکړې په اړه خواشینی دی او په دې اړه د اسیا د شطرنج فدراسیون او نورو اړوندو ادارو سره مشوره کوي څو یوه د حل لار ورته پیدا کړي.
سرچینې لیکلي، د شطرنج لوبې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې پرمختګ کړی او ډېری ځوانان دغه لوبه کوي خو له ځنډېدو سره یې کېدلی شي افغان لوبغاړي هغه فرصتونه له لاسه ورکړي چې په نړۍوال سټېج کې خپل استعداد ښکاره کړي او د هېواد استازیتوب وکړي.
د شطرنج نړۍوال فدراسیون لیکلي، په دې اړه له مسوولینو، د ورزش نړۍوالو سازمانونو او نورو اړوندو ادارو سره په خبرو بوخت دی څو په افغانستان کې د شطرنج لوبې د بیا پیل لپاره لارې چارې ولټوي.
د افغانستان د ورزش ادارې تر اوسه د یاد فدراسیون د دې اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP