Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زامبیا پخوانی ولسمشر ومړ

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولي ۱۴۰): د راپورونو له مخې،  د زامبیا پخوانی ولسمشر ایدګار لونګو د ۶۸ کلونو په عمر ومړ.

رویټرز راپور ورکړی چې نوموړی پرون (پنج‌شنبه) سهار د سویلي افریقا په پلازمېنه پېتوریا کې په یوه روغتون کې تر  درملنې لاندې و او هلته یې ساه ورکړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، لونګو د افریقايي هېواد زامبیا شپږم ولسمشر و او له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په واک کې پاتې شوی و.

ایدګار لونګو د ۱۹۵۶ کال د نومبر په ۱۱مه د زامبیا د مسو سیمې په ندولا ښار کې زېږېدلی و. نوموړی یو روزل شوی حقوق‌پوه و او له ولسمشر کېدو مخکې یې د پخواني ولسمشر مایکل ساتا په حکومت کې د عدلیې او دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.