کابل (پژواک، ۱۸ وږي ۱۴۰۴): اسلامي امارت په قطر کې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر په نښه کول غندلي او غوښتنه یې کړې چې هرڅه ژر باید د اسرائیلو د روانو ظلمونو مخه ونیول شي.
نن مازدیګر مهالد قطر پلازمېنه دوحه کې د چاودنو غږونه واورېدل شول، د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي د حماس لوړ پوړي مشران یې په نښه کړي دي. اسرائیل د برید د ځای په اړه څه نه دي ویلي.
اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ په دفتر د صهیونیستي رژیم لخوا بریدشوی چې له امله یې د حماس څو تنه غړي شهیدان شوي دي.»
اعلامیه کې راغلي: «په قطر هېواد تجاوز او بیا د حماس اسلامي غورځنګ سیاسي دفتر په نښه کول په کلکو ټکو غندو او دا د ټولو انساني موازینو خلاف وحشیانه عمل بولوو.»
اسلامي امارت ویلي، اسرائیل په مکرر ډول او خورا په بې باکۍ سره د انساني او سیاسي متعارفو نورمونو نقض کوي او پرلپسېجنایات ترسره کوي، خو په وړاندې یې مؤثر هېوادونه او نړیوال سازمانونه چوپ دي چې دا خورا د تأسف خبره ده.
اسلامي امارت غوښتنه کړې. هرڅه ژر باید د اسرائیلو د تجاوزاتو او روانو وحشتونو مخه ونیول شي، د هېوادونو د حریمونو درناوی وشياو په فلسطین کې په مظلومو مسلمانانو روان ناورین او ظلم پای ته ورسیږي.