Language

سوشیلا کارکي د نیپال لنډمهالې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): نیپال کې له تاوتریخجنو لاریونونو وروسته د سوشیلا کارکي په نوم یوه ښځه چې پخوا قاضي‌القضاته وه، د دغه هېواد د لنډمهالې لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.

د الجزیرې په یوه راپور کې راغلي چې د نیپال پخوانۍ قاضي‌القضات سوشیلا کارکي د تېرې اونۍ له خونړیو لاریونونو وروسته د دغه هېواد د لنډمهالې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.

سرچینه کاږي، پرون د جمعې ورځ د نیپال د ولسمشر رام چندرا پوډل دفتر د ۷۳ کلنې سوشیلا کارکي د ټاکلو اعلان وکړ او په دې سره نوموړې لومړۍ ښځه شوه چې د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل کېږي.

په راپور کې راغلي چې په نیپال کې د تېرې اونۍ لاریونونو کې ۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۳۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په نیپال کې پر خواله رسنیو تر بندیز لګېدو وروسته خلکو لاریونونه ترسره کړل چې په پایله کې لومړی وزیر استعفا کولو ته اړ شو.