ژبه

قهرمان شاهین د ټایلنډ سیالیو کې یوه بریا خپله کړه او یوه یې ماته ومنله

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د موی‌تای وتلي ورزشکار قهرمان شاهین د ټایلنډ سیالیو کې یوه ماتې وخوړه او یوه بریا یی ترلاسه کړه.

قهرمان شاهین تېره شپه د ټایلنډ په یوه سازمان کې له خپلو ټایلنډي او مراکشي سیالانو سره په ۶۱ کیلوګرام وزن کې مبازره وکړه.

هغه په خپله لومړۍ لوبه کې د مراکشي سیال پر وړاندې بریا خپله کړه او د ټایلنډي سیال پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.

شاهین د تېر کال په سلواغه میاشت کې هم خپل چیني سیال ته په ناک‌اوټ سره ماتې ورکړې وه.

نوموړي له دې مخکې د موی‌تای ۱۲ لوبې کړې چې یوازې په یوه کې ماته خوړلې او ۱۱ نورې یې کټلې دي.