ژبه

فوټبال؛ عثمان دمبله د ۲۰۲۵ کال د سرو زرو توپ ګتونکی شو

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): عثمان دمبله، د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې او د پاریس سن‌ژرمن کلپ لوبغاړی د ۲۰۲۵ کال د سرو زرو توپ ګټونکی شو.

د ۲۰۲۵ کال د فوټبال غوره لوبغاړي د ټاکلو او جایزې ورکولو مراسم د دوشنبې په شپه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ترسره شول او د نوماندانو له ډلې دمبله د دې جایزې ګتونکی شو.

د بارسلونا او د هسپانیا د ملي لوبډلې لوبغاړی لامین یامال او ویتینیا چې په پاریس ‌سن‌ژرمن کې د دمبله  په لوبډله کې وو، د یادې جایزې دوه نور نوماندان وو.

دمبله په تېر فصل کې د ۳۷ ګولونو او ۱۵ پاس ګولونو په ثبتولو وکولای شول له پاریس ‌سن‌ژرمن سره وځلېږي او د فرانسې او اروپا اتلانو په لیګ کې اتلولي ترلاسه کړي.

د یادونې ده، د سرو زرو توپ (Ballon d’Or) د فوټبال نړۍ کې یوه معتبره جایزه ده چې هر کال د فرانسوي مجلې فرانس فوټبال (France Football) له‌ لوري د نړۍ غوره فوټبالر ته ورکول کېږي.

یاده جایزه له ۱۹۵۶ زېږدیز کال راهیسې پیل شوې او په پیل کې یوازې اروپایي لوبغاړو ته ورکول کېده، خو وروسته یې د نړۍ ټولو لوبغاړو ته پراختیا ومونده او ګټوونکي د ورزشي خبریالانو د رایو له لارې ټاکل کېږي.

لیونل مسي د ارجنټاین د ملي لوبډلې او د انترمیامي کلپ لوبغاړی د اتو توپونو په ګټلو په نړۍ کې د تر ټولو ډېرو سرو زرو توپونو ریکارډ لري.