ژبه

ازادې سیالۍ؛ نصرت حق‌پرست د اسټرالیايي سیال پر وړاندې لوبه کوي

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی نصرت حق‌پرست په خپله ۲۴مه حرفه‌یي لوبه کې نن شپه له خپل اسټرالیايي سیال سره لوبه کوي.

دا لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې په «UFC 321» سازمان کې ترسره کېږي.

د ازادو لوبو دغه افغان ورزشکار تر اوسه د UFC  سازمان په کچه ۲۳ لوبې کړې چې ۱۸ یې ګټلې او پنځه یې بایللې دي.

د حق‌پرست سیال ۲۵ کلن کویلن ساکیلډ دی چې تر اوسه یې ۱۰ لوبې کړې او یوازې یوه لوبه یې بایللې ده.

د یادولو ده، نصرت حق‌پرست او اسټرالیايي کویلن ساکیلډ ترمنځ د وزن پورته کولو لوبه په ابوظبۍ ښار کې وشوه.