منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:57 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

د هانګ‌کانګ شل‌اوریزې سیالۍ؛ د افغانستان ملي لوبډلې سوېلي افریقا ته هم ماته ورکړه

· 1 دقیقه لوستل · 168 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هانګ‌کانګ شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې له نیپال وروسته سوېلي افریقا ته د ۴۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپله دویمه پرله‌پسې بریا خپله کړه.

افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د نیپال پر وړاندې بریا خپله کړې وه.

افغان لوبډلې په لوبه کې خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۱۳ منډې هدف ټاکلی و چې په بریالیتوب یې ترې دفاع وکړه.

ملي لوبډلې په یادو سیالیو له نیپال وروسته سوېلي افریقا ته د ۴۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپله دویمه پرله‌پسې بریا خپله کړه.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب د هانګ‌کانک شپږاوریزو سیالیو په ترڅ کې د سوېلي افریقا لوبډلې پر وړاندې بهترینه توپوهنه وکړه او په ۱۲ توپونو یې د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ ۵۰ منډې جوړې کړې چې پر مټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

احمدشاه عرفانیار